د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

په ترکېې کې لاهم د ناکامې کودتا په تړاو نیونې دوام لري


د ترکېې چارواکي لاهم د هغو مشکوکو افرادو نیولو ته دوام ورکوي چې د دوی په خبره د جولای د پنځلسمې نېټې په پوځي کودتا کې یې لاس درلود او یا یې ملاتړ کاوه.

ویل کېږي تر شپږ زره ډېرکسان نیول شوي او له خپلو دندو ګوښه شوي دي.

د شنبې په ورځ د جنرالانو په ګډون تر۵۰ ډېرلوړ پوړي افسران ونیول شوه دغه راز د نیول شوېو قاضیانو شمېر هم تر ۲۷۰۰ ډېر یاد شوی دی.

دغه اقدام ځیني پوښتنې راپورته کړي دي.

یوه دا چې ایا امکان لري ولسمشر اردوغان له کودتا څخه د خپل واک د لاټینګیدو په هدف کار واخلي ؟

ان بي سي شبکې دا پوښتنه د یکشنبه په ورځ دا مریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کري څخه وکړه.

کري په ځواب کې وویل:

"موږ فکر کوو دا ډېره مهمه ده چې هغه دا کار ونه کړي. دا به له اروپا، ناټو او موږ ټولو سره د هغه د اړیکو په وړاندې یوه لویه ستونزه وي."

د ترکېې د عدلیې وزیر بکېر بوزداغ ویلي چې ښایې لا نور کسان هم د حکومت لخوا ونیول شي.

رجب طیب اردوغان پرون ویلي و چې ټول دولتي تاسیسات به دده په وینا د فتح اله ګولن له ویروسه پاکوي:

"په ټولو حکومتي کړیو کې به ددې ویروس د پاکولو لړۍ دوام ولري."

انقره ګولن په هغه څه تورنوي چې دوی یې د حکومت د ړنګولو هڅه بولي، خو ګولن په وروستۍ کودتا کې هر ډول ښکېلتیا رد کړي دي.

نوموړي د شنبې په ورځ د امریکا په پنسلوانیا کې له خبریالانو سره په خبرو کې د ترکېې پر حکومت انتقاد وکړ:

"د ترکېې حکومت د رسنیو کنټرول په خپل لاس کې اخیستی دی. هغوی دروازې ماتي کړې او د هټلر ځواکونو په څېر یې خلک وځورول."

ترکېې پرون ویلي په رسمي ډول به له امریکا څخه د ګولن د ورسپارلو غوښتنه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په وروستیو ورځو کې یې له خپل ترکې سیال سره درې ځلي خبرې کړې او ورته ویلي یې دي چې واشنګټن به د ګولن د سپارلو پر غوښتنه غور وکړي او په هغه صورت کې به دا غوښتنه عملي کړي چې د ترکېې حکومت د ترکېې په وروستي پوځي کودتا کې د ګولن د ښکېلتیا په اړه قانع کوونکې شواهد وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG