په کابل کې د ایران او افغانستان د وړو تولیداتي صنایعو د ماشینونو نندراتون پرانستل شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وايي دغه نندارتون له سوداګرو سره مرسته کوي چې د ایران له ماشنیری سره بلد او د اړتیا په وخت کې یې وپیري.
د افغانستان او ایران لخوا په کابل کې د وړو تولیداتي صنایعو د ماشینونو نندارتون د شنبې په ورځ پرانیستل شو او درې ورځې به نور هم دوام وکړي.
په دغه نندراتون کې د شااوخوا څلویښتو افغاني او ایراني شرکتونو ماشینونه او پرزې نندارې ته ایښودل شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي رسنیو ته د دغه نندارتون د ارزښت په اړه وویل:
"دا لومړی ځل دي چې دوست هېواد ایران دغه سخاوت کوی چې د تولید خط یعني د ماشینری سیسټم چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول واړه صنایع د زراعت، خوراکي موادو او لبنیاتو په برخه کې زموږ سره مرسته کوی او دا د افغانستان د تولید او پښو درېدو په برخه کې ډیر ګټور دی."
په ورته وخت کې د ایران د سوداګری او صنایعو د خونې مرستیال وايي که چېری د وړو تولیداتي صنایعو او یو شمېر نورو ماشینونو نه ګټه واخیستل شي نو زیات شمېر ځوانانو ته به د کار او زدکړو زمینه برابره شي.
دوی وايي چې دغه نندارتون دا ښي چې د دواړو هېوادونو تر منځ ښيي اړیکي دي.
د ایران د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال مهندس افخمي په دی اړه رسنیو ته وویل:
"دغه نندارتون واقعاً بې ساری دی، موږ په خپلو ګاونډیو هېوادونو کې ورته نندارتون نه درلود، دغه نندارتون دا ښيي چې د ایران او افغانستان تر منځ ډېر ښه روابط موجود دی چې دواړه هېوادونه په دغه لور حرکت کوو."
د ښاغلي افخمې په خبره ایران غواړي چې افغانستان په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د تولیداتو په برخه کې په خپلو پښو ودریږی او ایران په دی برخه کې له افغانستان سره همکار دی.
په افغانستان کې له دې وړاندې له ایران پرته یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو هم ګډ نندارتونه جوړ کړي.
په دغه نندراتون کې غرفه لرونکي افغانی او ایراني سوداګر هم وايي چې ورته پروګرامونه ډير ګټور دی او دوی د یو او بل له تجربو څخه برخمن کوي.
راپور: ابراهیم صافی.