د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

د پاکستان مشهوره ماډله او ممثله "قنديل بلوچ" ووژل شوه


د پاکستان د پنجاب صوبې په ملتان کې امنيتي چارواکي وايي چې ددې هېواد نامتو ماډله او ممثله "قنديل بلوچ" د خپلې کورنۍ د يوه غړي له خوا وژل شوې ده.

د ملتان ښار د پوليسو يوه چارواکي د شنبې په ورځ رسنيو ته وويل چې قنديل بلوچ د شنبې په شپه پخپل کور کې مړه موندل شوې ده چې په شکمن ډول د خپل ورور (وسيم) له خوا وژل شوې ده.

که څۀ هم دغه چارواکي "دا ناموسي وژنه" وبلله، خو زياته يې کړه چې د قنديل بلوچ جسد يې د پوسټ مارټم معايناتو لپاره لېږدولى او تحقيقات يې پيل کړي چې په اړه به يې نور جزييات وروسته ښکاره شي.

قنديل بلوچ له څو ورځو راهيسې له خپل مور پلار سره د ملاقات لپاره خپل پلرني کور ته راغلې وه او د هغې د وژنې په شپه د هغه ورور "وسيم" هم په کور کې و، خو سهار وختي له کوره تښتېدلى دى.

پولس وايي، داسې ښکاري چې وسيم د قنديل بلوچ مرۍ خپه کړې او د هغې تر وژنې وروسته له کوره تښتېدلى چې لټون يې روان دى:

"په ښکاره خو داسې ښکاري چې د قنديل بلوچ ورور د هغې مرۍ خپه کړې او وژلې يې ده، د قنديل مړى سهار په کور کې موندلى شو، نو د هغې جسد پورټم مارټم او نورو فورانزيکي معايناتو لپاره لېږډولى، څو د وژنې وخت او نور اړوند مساېل پکې روښانه شي."

دغه چارواکي زياته کړه چې د قنديل بلوچ مور و پلار د هغې وژنه "ناموسي وژنه" بولي او لامل يې په تېر نږدې وخت کې د قنديل بلوچ متنازعه بيانونه، ويډيوګانې او نورې پېښې بولي.

قنديل بلوچ چې خپل نوم يې فوزيه اعظيم و، د پاکستان بېباکه او متنازعه ماډله وه چې په دې وروستيو کې يې پر ټولنيزو شبکو د خپلو ويډيوګانو او عکسونو له امله شهرت موندلى و او پر دغه شبکو کې يې لکونه مينه وال لرل.

بلوچ چې له موده راهيسې يې د منتنازعه بيانونو له امله يې د ځايي او نړېوالو رسنيو پام ځانته اړولى و، په تېره مياشت کې د پاکستان د سپوږمۍ ليدنې يا رويت هلال کوميټې له غړي مفتي عبدالقوي خان سره سيلفي انځورونه خپاره شول، چې د خلکو له توند غبرګون سره مخ شول.

د پاکستان د مذهبي چارو وزير تر دغې پېښې وروسته له رويت هلال کومېټې څخه د مفتي عبدالقوي خان غړيتوب وځنډاوه او همداراز يې د پېښې د تحقيقاتو امر هم ورکړ.

قنديل بلوچ تر دغې پېښې څو ورځې وروسته د يوې خبري غونډې په ترڅ کې ادعا وکړه چې نوموړې د مرګ له ګواښونو سره مخ ده او د پاکستان د داخله چارو له وزارت او له نورو اړوندو ادارو څخه يې د خپل ژوند د حفاظت لپاره د امنيت غوښتنه وکړه.

که څه هم د ملتان پوليس وايي چې په ظاهره د قنديل بلوچ وژنه "ناموسي وژنه" برېښي، خو زياتوي چې د هغې وروستۍ خبري غونډې او ادعاوو ته په کتو يې د وژنې د تحقيقاتو داېره پراخه کړې او له هر لورى پکې څېړي.

د يادونې وړ ده چې د پنجاب صوبې د پوليسو مشر مشتاق سکهيرا د قنديل بلوچ د وژنې نوټس اخيستى او اړوندو ادارو ته يې د بېړنيو تحقيقاتو امر کړى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG