د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

نیکولسن وايي له نوېو صلاحیتونو نه به هره ورځ تقریباً کار اخلي


د امریکا دفاع وزیر کابل څخه د وروستۍ ناڅاپي لیدنې په ترڅ کې وویل، هغه پراخ صلاحیتونه چې جمهور رئیس بارک اوباما تېره میاشت تصویب کړل، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان ته په طالبانو باندې بریدونو کې لا واک او اختیار ورکوي.

اشټن کارټر وویل چې جنرال جان نیکولسن ته ورکړل شوي نوي صلاحیتونه به په افغانستان کې د امریکايي او افغان ځواکونو څخه د لا مؤثرې او فعالې استفادې لار پرانېزي.

جنرال نیکولسن په خپله هم وویل چې له دغو پراخو صلاحیتونو څخه د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره تقریباً هره ورځ کار اخېستل کیږي.

دا خبره اتلس میاشتې وروسته له دې چې په افغانستان کې د ناټو حربي ماموریت پای ته ورسېده په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې یو لوی بدلون څرګندوي.

یو امریکایي چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له تېرې میاشتې راهیسې لسګونه ځلي له دغو نوېو صلاحیتونو کار اخېستل شوی دی.

وروسته له دې چې د امریکا جمهور رئیس له افغانستان د ځواکونو د ایستلو پلان بدل کړ او فیصله یې وکړه چې ۸۴۰۰ عسکر به د روان کال تر پایه په دغه هېواد کې پاته وي د امریکا دفاع وزیر ناڅاپه د کابل لیدنه وکړه.

د دغو ځواکونو شاوخوا درې زره عسکر به افغان پوځیانو ته مشورې ورکوي او ۳۳۰۰ نور به یې په جګړه کې ورسره مرسته کوي.

جنرال نیکولسن وویل، شاوخوا ۴۰۰ نور عسکر به افغانستان ته نږدې سیمه کې ځای پرځای وي چې د اړتیا په صورت کې به د ناټو ماموریت سره مرستې لپاره دغه هېواد ته لیږل کیږي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان وویل، ۲۱۵۰ نور امریکایي عسکر به د ترورېزم ضد عملیات کوي.

پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا ولې بیا خپل عسکر د جنګ ډګر ته په پراخه توګه ستنوي وايي چې دغه پریکړه د افغانستان د اوضاع سره سم شوې ده.

پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل
پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:

"البته امریکا درک کړې ده چې د افغانستان د مسلحو قوتونو پیاوړتیا په هغه اندازه نه ده چې مخالفینو ته کاملاً شکست ورکا او یا هم مخالفین په دې وخت کې دومره پیاوړي شوي دي او په پوستو ډیرې حملې کوي او تلفات یې زیات اړولي دي نو امریکا ته اندیښنه پیدا شوې ده چې داسې نه چې افغانستان په نږدې وخت کې په مرکز د ترورېزم تبدیل شي. دوهمه موضوع دا ده چې داسې ویل کیږي چې روسانو اکثر د طالبانو سره یو نوع ارتباطات پیدا کړي دي او هلته یې څه سرمایه ګزارې کړې ده چې کیدای افغانستان د امریکا لپاره په یو بل ویتنام بدل شي."

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو قوماندان ته مخکې یوازې دومره صلاحیت ورکړل شوی و چې که افغان ځواکونه عاجله مرسته وغواړي امریکايي عسکرو ته په طالبانو باندې د بریدونو اجازه ورکولای شي.

افغان ځواکونو په تېر یو نیم کال کې چې په دغه هېواد کې د ناټو حربي ماموریت پای ته رسیدلی اکثر عملیات یوازې خپله کړي دي خو د کندهار د میوند او د ارزګان په وروستیو جګړو کې امریکايي ځواکونو ورسره مرستې کړي دي.

XS
SM
MD
LG