د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

عبدالرحیمزی: اصلاحاتو د کورنیو عوایدو ګراف لوړ کړی


د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د تېر مالي کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله سږ کال په کورنیو عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د دغه وزارت ویاند وايي چې د فساد ضد مبارزې د افغانستان د عوایدو پر زیاتېدو مثبت اغیز کړی دی.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې څه باندې اویا میلیارده افغانۍ داخلي عواید راټول کړي او دغه پیسې د تېر مالي کال د همدې مودې په نسبت شپږ دېرش سلنه زیاتوالی ښيي.

داچې ولې د تېر کال په پرتله د افغانستان په کورنیو عوایدو کې زیاتوالی راغلی په اړه یې د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحمیزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"عوامل همدا دي چې موږ د افغانستان په عایداتي سرچینو کې فساد سره جدي مبارزه شروع کړې، بنیادي اصلاحات مو رامنځته کړي، عصري او کمپیوټري سیسټیمونو مو عیار کړي، هغه کسان مو استخدام کړي چې تعهد لري او د صداقت پراساس کار کوي ولې بیا هم موږ مبارزې ته ضرورت لرو وخت ته ضرورت لرو هر څومره چې موږ فساد سره مبارزه کوي په هماغه اندازه د عوایدو ګراف لوړیږي."

د ښاغلي عبدالرحیمزي په خبره دغه کورني عواید له بېلابېلو عایداتي سرچینو څخه راټول شوي او د دې امکان ډېر دی چې د مالي کال تر پایه د مالیې وزارت له ټاکلي هدف زیات کورني عواید راټول کړي.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال د مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دوه پنځوس میلیارده افغانۍ کورني عواید راټول شوي وو.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي

تر دې وړاندې د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ویلي و چې افغانستان په ۱۳۹۴ مالي کال کې د د یارلسو کلونو په پرتله ډېر عواید راټول کړي او د مالیې وزارت هڅه کوي چې کورني عواید د شفاف میکانیزم له مخې راټول کړي.

څه موده وړاندې د افغانستان د شفافیت بنسټ د یویې څېړنې له مخې ویلي و چې په کلنۍ کچه د افغانستان د ګمروکونو او معدنونو له اړخه دوه میلیارده ډالره کورني عواید په غیرې قانوني توګه د زورواکونو جیب ته ځي.

له دې ټولو سره ـ سره اقتصادي کارپوهان وايي شته امکاناتو ته په کتو د مالیې وزارت له لورې د مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې راټول شوي عواید اوس هم کم دي.

اقتصادي کارپوه غلام قادر جیلاني وايي، افغان حکومت او په خاصه توګه د مالیې وزارت باید د ګمرګي اصلاحاتو ترڅنګ د فساد ضد مبارزې په برخه کې د جدي ګامونه په پورته کېدو د کورنیو عوایدو د راټولېدو په برخه کې شته ستونزې حل کړي.

هغه زیاته کړه:

"زموږه توقع او هیله دا وه چې حتا تر سل میلیارده افغانیو پورې عواید راټول شوې وای یعنې د کال تر پایه پورې باید د مالیې وزارت حد اقل باید دوه سوه میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي هغه په دې معنا چې موږ اوس امکانات لرو په بازار کې."

ښاغلی جیلانی وايي په افغانستان کې د کورنیو عوایدو د شفافې راټولیدنې لپاره باید له هرڅه وړاندې له مالیاتي او عایداتي سرچینو څخه د زورواکونو لاسونه لنډ شي.

نوموړی امنیت، فساد ضد مبارزه، ګمرګي اصلاحات، د قوانیو ساده کېدل او په مالیاتي او عایداتي ځایونو کې د پاکو او صادقه کسانو ګومارنه د عوایدو د راټولېدو لپاره مهم بولي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG