د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

د افغانستان ټرانسپورټ وزارت معیاري ټرمینلونه جوړوي


د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وايي چې د غیرقانوني اخذو، فساد د لاس په لاس پیسو ورکولو څخه د مخنیوي او په هېواد کې د شفافو عوایدو لوړولو په خاطر یې د معیاري ترمینلونو په جوړولو کار پیل کړی دی.

د دغې وزارت ویاند حکمت الله قوانچ د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه وزارت یې د اړوندو نورو ادارو سره په ګډه د ټول هېواد په کچه ۱۳۲ معیاري ترمینلونه جوړوي او دا چاره له مرکز کابله پیل شوې ده.

ښاغلی قوانچ وايي چې له دې کار سره سیسټم الکترونیکي کېږي چې د عواید په ډیرېدو کې مثبت رول لوبولای شي.

ښاغلي قوانچ زیاته کړه:

"د نورو وزارتونو او ټرانسپورټ وزارت تصمیم دا دی چې په هر صورت وي اداري فساد له منځه یوسو او د دولت عواید ضایع نه شي، دا پلان چې اوس وخت د اړونده ادارو په مرسته جوړ شوی په دروازو کې عملاً عملي کېږي، د کورنیو چارو او ټرانسپورټ وزارتونه د مامورینو د بدلولو خپل خپل مسولیت لري او پریکړه دا ده چې موږ نور د پیسو فزیکې راکړه ورکړه له منځه وړو."

د قوانچ په وینا دا پلان په درېیو لنډمهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پړاونو کې بشپړیږي چې له مخې به یې په فساد کې ښکېل کسان عدلي او قضایې ارګانونو ته معرفي او د هېواد باروړونکې موټر به په GPS سیسټم سمبال کړای شي.

د ټرانسپورټ وزارت د معلوماتو له مخې په دې لړ کې د کابل د ختیځې دروازې کار بشپړ شوی چې له اختر وروسته به رسماً پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر خلک او د مسافرو وړونکو او بار وړونکو موټرو چلونکې له یوه ځایه بل ته د تګ په وخت د منظمو ترمینلونو د نه شتون او له ټاکل شوي مالیې او ټرانسپورټ څخه د ډېرو پیسو له اخیستلو شکایتونه لري.

د افغانستان د ټرانسپورټي نظام د پیاوړتیا لپاره له دې وړاندې ځينې نړیوالو بنسټونو او د هغې له جملې اسیايي پراختیایې بانک د شاوخوا ۱۳۰ میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

د اقتصادي چارو څيړونکې تاج محمد اکبر وايي، د ټرانسپورټي برخې معیاري کېدل د نورو ښیګڼو تر څنګ ښې اقتصاډي او ټولنیزې ګټې هم لرلای شي.

ښاغلي اکبر زیاته کړه:

"ټرانسپورټ د ملي اقتصاد یوه برخه ده چې په ملي اقتصاد کې رغنده رول لري. نو دا ترمینلونه چې جوړیږي د دې تر څنګ چې د دې ترمینلونو ایجادول اقتصادي لوړې ګټې لري دا د ټولنیزې ګټې هم لري او د ټرانسپورټ د سیسټم یو انسجام رامنځته کېږي."

نوموړی وايي، حق العبور د هېواد د عوایدو یوه لویه برخه جوړوي او د لوړو عواید د ټولولو لپاره باید د معیاري ترمینلونو تر څنګ پاک او ژمن کسان په دندو وګمارل شي.

ښاغلی اکبر وايي، حکومت د شفافیت، عوایدو او ښه خدماتو ارایه کولو لپاره د ټرانسپورټ د برخې په اصلاحاتو کې هم لکه د نورو برخو په څېر ناوخته اقدام کړی چې له دې سره یې د عوایدو یوه لویه برخه له لاسه ورکړې ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG