د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د ګمرکي محصولاتو ترلاسه کولو لپاره الکترونیکي سیسټم فعال شو


د افغانستان د ماليې وزارت مسوولین وايي، د ګمرکي محصولاتو د راټولولو الکترونیکي سیسټم اوس مهال د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر او د مزار شریف په کمرګونو کې فعال شوي او هڅې کیږي چې په لږه موده کې د هېواد په اکثرو کمرګونو کې پلی شي.

د دې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه الکترونیکي ګمرکي سیسټم د امریکا په مالي او تخنیکي مرسته له پرون راهیسې فعال شوي دي.

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل، د دې سیسټم له فعالېدو سره به ګمرکي چارې ساده، واردوونکو ته اسانتیاوې رامنځته، د فساد مخه به ونیول او ملي عواید به زیات شي.

دی وايي:

"خوشبختانه پرون مو د هېواد په ګمرکونو کې د ګمرکي محصول د ورکړې الکترونیکي پروسه پیل کړې. له دې سره به شفافیت رامنځته او سوداګر به اړ نه وي چې د محصول نقدي پیسې له یوه ځایه بل ته انتقال کړي. دوی کولای شي چې د بانکونو له لارې په الکترونیکي ډول خپل ګمرکي محصول تادیه کړي. دا کار هم زموږ په ګټه دی او هم د سوداګرو."

دا په داسې حال کې ده چې افغان واردونکو او سوداګرو تل په کمرګونو د محصول د ورکړې پر مهال له پیچلي اداري سیسټم څخه شکایتونه کړي دي.

افغان چارواکو هم ډېر ځله د دوی په ویناګانو کې ویلي چې په کمرګونو کې فساد، ملي عوایدو ته زیان رسولی او هر کال په میلیونو ډالر د اشخاصو او افرادو جېبونو ته لویدلي دي.

د ماليې وزارت وايي، اوس مهال د هېواد د بودجې ۴۸ فیصده د ګمرکي محصولاتو له لارې ترلاسه کیږي او که په بشپړه توګه په کې د فساد مخه ونیول شي، تر ډېره ځایه به بهرنیو مرستو ته د هېواد لاس لنډ شي.

د ماليې وزارت وايي، اوس مهال د هېواد د بودجې ۴۸ فیصده د ګمرکي محصولاتو له لارې ترلاسه کیږي
د ماليې وزارت وايي، اوس مهال د هېواد د بودجې ۴۸ فیصده د ګمرکي محصولاتو له لارې ترلاسه کیږي

د اقتصادي چارو پوهان وايي، که افغان حکومت په ګمرکونو کې له ډېر پخوا څخه دغه سیسټم فعال کړی وای، د ګمرکي محصولاتو د میلیونو ډالرو د اختلاس مخه به نیول شوې وه.

د دې کار پوهانو له ډلې د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد تاج محمداکبر له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ماليې وزارت دغه اقدام وستایه او وې ویل دا سیسټم باید د مسلکي افرادو په ذریعه په پوره دقت سره پلی شي.

ښاغلي اکبر زیاته کړه:

"سیسټمونه باید پلي کړو ځکه چې د نوېو او پرمختللو سیسټمونو له پلي کولو پرته نه شو کولای چې چارې په شفافه توګه پرمخ بوزو.خو دا سیسټمونه چې پلي کوو یې باید په عایداتي ادارو کې کادري سیاست هم په پام کې ونیسي. څو ښه عایدات ترلاسه شي."

د افغانستان د مالي وزارت وايي، له څو کلونو راهیسې یې هڅې تیزي کړي چې مرکز او سرحدي ولایتونو کې د فساد د مخنیوي په مقصد د ګمرکاتو عایداتي چارې په جدي توګه وڅاري.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې د دغو هڅو په نتیجه کې د هېواد په عوایدو کې د تېرو کلونو په نسبت په ۱۳۹۴ کال کې ۲۲ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له ځینو سرحدي کمرګونو څخه ازادي رادیو ته د خلکو رسیدلي پیغامونه وايي چې په سرحدي ګمرکونو کې واردیدونکي مواد سل په سل کې نه محصولیږي او د ځینو مؤظفینو او سوداګرو د معاملو په نتیجه کې د دولت د عوایدو لویه برخه پټیږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG