په کابل د پولیس او شهروند تر نامه لاندې د افغانستان له ملي پولیسو څخه د ملاتړ په هدف کمپاین پیل شو.
د دغه کمپاین تنظیمونکي وايي هڅه کوي چې د پولیسو په اړه مثبت عامه پوهاوی وکړي څو له دغو ځواکونو سره د خلکو همکاري لا زیاته شي.
یو شمېر مدني فعالانو چې په یاد کمپاین کې یې برخه اخېستې وه له پولیسو هم وغوښتل چې د امنیت په ټینګښت لا جدي اقدامات وکړي.
د کمپاین تنظیم کوونکو د کابل په بېلابېلو سیمې کې وړې غرفي ایښې وې او له همدغو غرفو یې خلکو ته د تبلیغاتي پوسټرونو د وېش ترڅنګ عصریه هم ورکوله.
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د دغه کمپاین یوه جوړونکې فرخنده زهرا نادري وايي هڅه دغه کمپاین د هېواد په کچه پراخ او وغځوي.
زموږ همکار محمد حدیث پردېس له سیمې دغه راپور چمتو کړی: