د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

جنرال دوستم وايي په حکومت کې لازمه ونډه نه ده ورکړل شوې


د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پر حکومت انتقاد کړی چې ولې یې په واک کې ده ته لازمه ونډه نه ده ورکړې.

جنرال دوستم د یکشنبې په ماښام په فاریاب کې ویلي چې په حکومت کې د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ د واک له ویش سره له لومړۍ ورځې مخالف و او دی له ډېرو پرېکړو لرې پاتې شوی دی.

جنرال دوستم وايي:

"پنځوس-پنځوس فیصده هلته ویش شوی دی. د جنرال دوستم په رول ټول پوهیږي. خو چېرته زموږ فیصدي چېرته ده."

دی وايي نور نه شي زغملی چې په ملي وحدت حکومت کې ده ته لازمه ونډه نه وي ورکړل شوي.

جنرال دوستم د یکشنبې په ورځ د فاریاب په دولت اباد کې ماښام مهال تر پوځي عملیاتو وروسته وویل چې حکومت د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ ویشل شوی دی او ده ته چې ډېر زیار یې ایستلی لازم سهم نه دی ورکړل شوی.

دوستم وايي، د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ د واک له ویش سره له لومړۍ ورځې مخالف و
دوستم وايي، د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ د واک له ویش سره له لومړۍ ورځې مخالف و

ښاغلي دوستم زیاته کړه:

"موږ د پنځوس-پنځوس فیصده واک له ویش سره مخالف و. هلته پنځوس-پنځوس فیصده واک ویشل شوی دی. د جنرال دوستم په رول ټول خبر دي. خو چېرته ده زموږه فیصدي. زموږ وړاندیز هیڅ یو هم نه دی عملي شوی. که دوی یې په اړه فکر کوي ودې کړي که نه نو ما تل ویلي چې زه پر هېواد میین یم. دومره د معاونیت په غم کې نه یم. د جنرال دوستم دا څوکۍ د ولسمشر تر مرستیالۍ پورته ده."

د ښاغلي دوستم دا څرګندونې د هغه د یوه مطبوعاتي کارکوونکي حبیب قویاش له خوا په ټولنیزو رسنیو پرلېکه شوي دي.

جنرال دوستم د خلکو تر منځ په ازادو څرګندونو شهرت لري؛ تر دې مخکې یې په تورخم کې د افغان پوله ساتونکو ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ د جګړې پر مهال وویل چې چمتو دی له پنځو زرو کسانو سره د هېواد د دفاع لپاره تورخم ته ودانګي.

خو د افغانستان جمهوري ریاست د جنرال دوستم د تازه څرګندونو په اړه چې ګواکې په حکومت کې هغه ته لازمه ونډه نه ده ورکړل شوې وايي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه ښاغلی دوستم په ټولو پرېکړو کې سهیم دی.

د جمهور رییس مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل ښاغلی دوستم په بېلابېلو مواردو کې په لویو پرېکړو کې سهیم دی او له هیڅ چا سره د کسانو په ګمارنه کې د مور مېرې چلند نه دی شوی.

مینه پال: ښاغلی دوستم په بېلابېلو مواردو کې په لویو پرېکړو کې سهیم دی
مینه پال: ښاغلی دوستم په بېلابېلو مواردو کې په لویو پرېکړو کې سهیم دی

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"د افغانستان ولسمشر او ټوله رهبري په لویه تصمیم ګیري کې دخیل دی چې له هغوی څخه یو د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال دی. ولسمشر د اړتیا په اساس له دوی ټولو سره د تصمیم ګیري په اړه مشورې کوي. په سیسټم کې ټول هغه وړ کسان چې کاري وړتیا ولري ټولو قومو او ټولو سیمو ته په کتو سره د هغوی ټول حقوق اعاده شوي دي. په دې کې د مور او میرې چلند له هیچا سره نه دی شوی."

ښاغلی مینه پال وايي، د لومړۍ مرستیالۍ تر څنګ په امنیت شورا، اقتصادي شورا او کابینه کې د ښاغلي دوستم غړیتوب هغه څه دي چې قانون ورته ورکړي دي.

رنجبر: ولسمشر د قانون له مخې د ټولو لوړ پوړو چارواکو د ګمارلو صلاحیت لري
رنجبر: ولسمشر د قانون له مخې د ټولو لوړ پوړو چارواکو د ګمارلو صلاحیت لري

سیاسي او حقوقي کارپوهان بیا په حکومت کې د واک د ویش او د ونډو د تر لاسه کولو لپاره د چارواکو له څرګندونو او ادعاو سره مخالفت ښکاره کوي.

د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر د قانون له مخې د ټولو لوړ پوړو چارواکو د ګمارلو صلاحیت لري او که مرستیال یې ښاغلی دوستم یا بل هر څوک د خلکو په ګمارنه کې د ونډو غوښتنه کوي دا کارلانجې رامنځته کوي او په خپله د نظام په زیان تمامیږي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG