په پکتيا کې ځينې لوړپوړي چارواکي دا مني چې په اداره کې خلکو ته د کمزوري ظرفيت له امله هغه ډول چې لازمه ده، منظم او په خپل وخت کار نه شي اجرا کولی، خو د ظرفيتونو لوړوالي او کارونو د پرمختګ په موخه يې د شفافيت او روڼتيا او ظرفيت لوړونې پروګرامونه طرحه کړي او تطبيقوي.
د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، د ادارو د ظرفيت لوړونې پروسه يې؛ ځکه پيل کړې ده چې په دې ولايت کې لا هم په اداره کې د ظرفيت کمزوري د کارونو د ځنډ باعث شوې ده.
د پکتيا والي نصرت الله ارسلا، د ظرفيت لوړونې او شفافيت رامنځته کېدو په يو ورځني ازاد بحث کې، په خپلو اداري ريسانو د قانون حاکميت او له ځانه د پيليدونکي شفافيت غږ وکړ:
"په افغانستان کې چې دا کوم کلتور او کلچر راغلی دی له ابتدا نه، هغه دا ده چې چارواکی په کومه څوکۍ کېني نو هغه داسې ګمان کوي چې زه مستثنی يم د قانون نه او ذهن کې يې دا خبره وي چې قانون په نورو عملي کېږي او زما لپاره نه دی، نه داسې نه ده، چارواکي بايد قانون اول په ځان تطبيق کړي."
ده که څه هم خپلو خبرو کې اداره په ښکاره ډول د ظرفيت په لحاظ ټيټه ونه ګڼله خو د پکتيا والي وياند نقيب احمد اتل ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ومنله، چې دوی د ادارې د کمزورۍ څخه ځوريږي:
"زموږ په ادارو کې اوس هم ظرفيتونه ټيټ دي، له بده مرغه لکه څرنګه چې لازمه ده هغه ډول او په سمه توګه خدمات خلکو ته نه شو وړاندې کولای، د دا ډول کنفرانسو جوړول به، د روڼتيا او حساب ورکونې سره زموږ اداره اشنا کيږي او دا يو ښه پلان دی چې چارواکو راتلونکی ظرفيت به لوړ کړي."
د نوموړي په خبره، په اداره کې د شفافيت او پياوړتيا رامنځته کېدو لپاره يې د نړيوالو ادارو په مرسته پلانونه ترتيب کړي او غواړي له دې لارې شفافيت رامنځته کړي.
په پکتيا کې د ظرفيت کمزوري او شفافيت نشتوالي وجه د پکتيا ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري په اداره کې سليقوي برخوردونه ګڼي وايي:
"دلته ټول مسايل، مخکې هم ما وويل چې که وکيل صاحبان دي، که مدني ټولنې دي او که هرڅوک وي، د شخصي غوښتنو او سليقوي برخوردونو په اساس، د ادارې کمزورۍ او منفي برخو ته ګوتې وروړي چې په دې سره اداره نه شي اصلاح کېدلی، ټولنيزې ستونزې بايد په پام کې ونيول شي او د ادارې لپاره د اصلاح په برخه کې کار وشي."
دی دا هم وايي چې د اداري پياوړتيا په موخه دې لوړ پوړي ولايتي چارواکي، اداري پرسونل، وکيلان ټول په همغږي ډول د ازاد رقابت له لارې په ادارو کې وړ کسان په دنده وګماري چې په دې ولايت کې د اداري کمزورۍ څخه خلاص شي.
چارواکي د اداري ظرفيت کمزورۍ خبره په داسې حال کې کوي چې ادارو ته يو شمېر مراجعين د خپلو کارونو له ځنډ او خنډ سره مخ کيږي او په پرلپسې ډول شکايتونه کوي چې د کارونو نه ترسره کېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
راپور: داوود تپان