د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

کندزي: د ننګرهار کوټ کې ۱۳۱ داعش وسله وال وژل شوي


د ننګرهار والي وايي په کوت ولسوالۍ کې داعش وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

سلیم خان کندزي تېره شپه په جلال اباد کې خبریالانو ته وویل:

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي
د ننګرهار والي سلیم خان کندزي

"تر اوسه پورې د دښمن ۱۳۱ وسله وال وژل شوي دي۳۶ تنه يې په مخامخ جګړه کې او ۹۵ نور په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي دښمن ته سخته ضربه رسېدلې ده."

ښاغلي کندزي وویل په کوټ کې له داعش سره په جګړه کې ۱۲ افغان سرتېري هم وژل شوي او اتلس نور ژوبل دي.

تر دې مخکې د دفاع وزیر عبد الله خان حبیبي د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې ژمنه وکړه چې د ننګرهار کوت ولسوالۍ به ډېر ژر د داعش له فعالیتونو پاکه شي.

نوموړي دا هم وویل چې داعش په کوت کې یو شمېر ماشومان او ښځې نا معلوم ځای ته وړي دي.

خو د ننګرهار والي دا ردوي چې ګواکې داعش وسله والو ښځې او ماشومان برمته کړي دي.

هغه زیاته کړه:

"دا موضوع چې داعشیانو په کوټ کې یو شمېر ښځې برمته کړي، ریښتیا نه ده، اصلي خبره داده چې جګړه ډېره سخته وه او دښمن په زیات قوت برید کړی و نو هر کس د تیښتې په حال کې و، یو شمېر کسانو په وارخطاې کې لاره ورکه کړې وه چې وروسته بیا له خپلو کورنیو سره یو ځای شول."

دغه راز د ننګرهار د امنیه قوماندان هم دا رد کړه چې ګواکې داعشیانو ښځې او یا ماشومان له ځانه سره وړي دي، زړور خان زاهد وویل کوت ته کمکي ځواکونه رسېدلي دي.

"په کوټ ولسوالۍ کې د ملي پولیسو د تشکیل سربیره دوه سوه محلي پولیس هم اضافه شوې چې که خدای کول د دښمن ټغر به ټول کړي."

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې جګړې د سیمې خلک له ستونزې سره مخامخ کړي دي.

د کوت یو اوسېدونکی نور اغا د افغان حکومت له مشرانو داسې غوښتنه لري:

"له اشرف غني او حکومت نه مو دا غوښتنه ده چې یا ددې غم وخوري او که نشي کولی نو د هغوي په لاس دې د ځوانانو،ښځو او ماشومانو د وژلو، مخ ونیسي، یا دې استعفا وکړي او یا د داعش غم وخوري."

شاوخوا يو کال وړاندې کله چې د داعش وسله والې ډلې د ننګرهار په لرو پرتو سیمو کې سر راپورته کړ هغه مهال د اچين او هسکې مېنې ولسوالۍ په ګډون په کوټ ولسوالۍ کې يې هم فعالیت پيل کړ چې وروسته د کوټ ولسوونو په يو غږ د داعشيآنو پرخلاف پاڅون وکړ او دا ولسوالۍ يې له داعشيآنو پاکه کړه.

XS
SM
MD
LG