افغانستان
ننګرهار: کوټ کې داعشیانو ۸ ملکیان وژلي او ۳۰ نور یې برمته کړي
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایې چې داعش ډلې د دې ولایت په کوټ ولسوالۍ کې اته تنه ملکي وګړي وژلي اوه تنه نور یې ټپیان کړي او دیرش تنه یې برمته کړې دي.
د دې ولایت د والې ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې په وژل شوو او تښتول شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
نوموړي وویل چې د افغان ځواکونو او داعش ډلې ترمنځ دا نښته له تېرو دوو ورځو راهیسې روانه ده.
ښاغلي خوګیاني وویل چې د افغان ځواکونو په حملو کې د داعش ډلې ۳۷ وسله وال هم وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
تراوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل لور ته په شمال ختیځ زون کې د ۸۰۸ سپین زر زون قومندانۍ مسوولان وایي چې د بدخشان په ارغنچ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې ۴ وسله وال وژل شوي او۱۱نور تپیان دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوکراین یو ځل بیا د تور سمندر په غاړه د روسیې د انرژۍ په تاسیساتو برید وکړ
اوکرایني ځواکونو یو ځل بیا د روسیې د تور سمندر په بندري ښار توآپسه کې د تېلو پر تصفیه خونې د جمعې په ورځ برید وکړ.
یوه ورځ مخکې هم اوکراین له خپلو پولو شاوخوا ۱۵۰۰ کیلومتره لرې د روسیې د تېلو په تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو برید کړی و.
چې دا د کیف له لوري د روسيې د انرژۍ په تاسیساتو د اوږده واټن بریدونو د لړۍ تازه پېښه وه.
د کراسنودار سیمې چارواکو د جمعې په سهار په ټیلیګرام کې وویل: «په توآپسه کې د کیف د رژیم د ډرون برید په پایله کې د بندر د ټرمینل په ساحه کې اور ولګېد.»
چارواکو زیاته کړه چې بیړني ټیمونه د پیښې په ځای کې کار کوي، چې پکې شاوخوا ۱۳۰ اور وژونکي او ۴۱ بیړني وسایط شامل دي.
د پنحشنبې په ورځ د اپرېل په ۳۰مه، د روسیې او اوکراین ټیلیګرام چینلونو د ځایي اوسېدونکو له قوله راپور ورکړ چې د شپې له خوا پرم ښار ته نږدې د تېلو پایپلاین تاسیساتو ته څېرمه چاودنې وشوې.
خپرو شویو ویډیوګانو کې د اور لمبې او د ښار په فضا کې لوګي ولیدل شول.
د سیمې والي دیمیتري ماخونین وویل د ټپیانو رپوټ نه دی ورکړل شوی.
بلخوا د اوکراین امنیتي چارواکو دبرید مسئولیت ومانه او وویل چې پرم ښار کې یې د تیلو اصلي تصفیه خونه په نښه کړې ده.
یوه ورځ مخکې هم اوکرایني ځواکونو په دغه ښار یو ورته برید کې د تیلو په نورو تاسیساتو برید کړی و.
ریچارد بینټ د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په درشل کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې ټول نیول شوي خبریالان خوشې کړي
د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکي د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په درشل کې، افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې ټول نیول شوي خبریالان بې له قید او شرطه سمدستي خوشې کړي.
ریچارد بینټ زیاتوي چې په افغانستان واکمن طالبان باید دا یقیني کړي څو د رسنیو کارکوونکي وکولای شي د بیان ازادۍ حق وکاروي او خپل کار پرته له وېرې، غچ اخیستنې، ځورونې او یا نیولو ترسره کړي.
نوموړی وايي واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته ، په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي په اندېښمن ډول کمه شوې ،خپلواکه راپور ورکونه اوس په جدي ډول محدوده شوې، او خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د محدودیت او سانسور په فضا کې د واکمنو ترکنټرول لاندې کارکوي.
د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) د وري په ۲۲مه وویل د طالبانو په زندان کې دخبریالانو، شکیب احمد نظري، بشیر هاتف او حمید فرهادي روحي او رواني وضعیت ښه نه دی.
بلخوا د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان وایي، افغانستان یو ځل بیا د مطبوعاتو د ازادۍ سږني شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو په کتار کې ۱۷۵ یم ځای کې راغلی.
د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ هرکال د مې په ۳ لمانځل کیږي.
سږکال یونیسکو په دې مناسبت د مې په ۴مه “د سولې په لور د راتلونکې د جوړولو” تر عنوان لاندې د زامبیا پلازمینه لوساکا کې یو انلاین او حضوري کنفرانس تنظیم کړی دی.
پنجشنبې زرګونه کسان نور افغانستان ته ستانه شوي
افغانستان کې د طالبانو حکومت دمهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمیسیون رپوټ ورکوي چې پرون څه دپاسه زر کورنۍ چې ۵۳۵۵ غړي لري دهیواد د بیلابیلو بندرونو له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
رپوټ زیاتوي چې لدې جملې ۷۳۹ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لیږدول شوي او سلګونو کورنیو سره نقدې مرستې شوي او سیمکارټونه هم ورکړل شوي دي.
بلخوا د پناه غوښتوکو لپاره د ملګرو ملتونو ستره کمشنرۍ UNHCR وايي له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۵.۴ ملیونه افغانان له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.
حامد کرزي او خلیلزاد له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د نجونو د زده کړو بندیز ختم کړي
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
دغو دواړو پخوانیو چارواکو دا غوښتنه د یونیسف د وروستي راپور په تړاو کړې ده.
یونیسف ویلي دي چې افغانستان به تر دوه زره دیرشم کال پورې له شل زره زیاتو ښځینه ښوونکو او له پنځو زرو ډيرو روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ شي.
یونیسف څرګندوي چې که د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي ورپورته راتلونکي څلور کلونه بند پاتې شي له تعلیمه د محرومو شویو نجونو شمیر به له دوه میلیونه څخه ډیر شي.
حامد کرزي په ایکسپاڼه کې د پنجشنبې په ورځ ولیکل چې د افغان نجونو پر زده کړو دوامداره بندیز به د افغانستان د اړتیاو د زیاتیدو سبب شي او پر بهرنیو هیوادو به د افغانانو تکیه زیاته کړي.
زلمي خلیلزاد بیا دا مساله د سوالونو په ډول په ایکسپاڼه کې د پنجشنبې په ورځ مطرح کړې ده او لیکلي یې دي چې د طالبانو حکومت د دې بندیزونو له راتلونکې خبر دي؟ طالبان د ستونزې د حل لپاره کوم تدابیر لري؟ او که هیڅ پلان نه لري نو فکر کوئ چې د افغانستان راتلونکې به څرنګه وي؟.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د جمعې په ورځ د ورښتونو اټکل شوی
د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.
د دې ادارې په وینا، بغلان، سمنګان، تخار، بدخشان، ننګرهار، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، بلخ، سرپل، فاریاب، بادغیس، غور، دایکندي، بامیان او پروان به د جمعې په ورځ د درنو بارانونو او سیلابونو شاهد وي.
په مختلفو ځایونو کې د ۱۰ او ۲۵ ملي مترو ترمنځ د باران اټکل کیږي.
په کابل کې د اندام جوړونې سیالۍ ترسره شوې
په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د اندام جوړونې سیالۍ ترسره شوې. په دې لوبو کې په بیلابیلو وزنونو کې اته نوي لوبغاړو برخه واخیسته.
مسوولینو ویلي دي چې دا سیالۍ د دې لپاره ترسره شوې چې د دوی له ډلې به غوره کسان د کابل منتخب ټیم ته انتخاب شي.
په بدخشان کې پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ
د بدخشان د سرو زرو د استخراج پرمهال پنځه تنه مړه شوې دي.
په بدخشان کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي محمد اکرم اکبري وویل چې د شهر بزرګ ولسوالي په پستاو سیمه کې د پنجشنبې په سهار د یوې غونډۍ د ښوویدو له امله پنځو ګارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د خبر له مخې یوشمیر کسان لاهم تري تم دي.
په سیمه کې خلکو د سرو زرو د استخراج لپاره په ابتدایي وسایلو تونلونه جوړ کړي دی چې تر دې مخکې هم د همدې خاورینو تونلونو د ړنګیدو له امله کارګرانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بې پولې خبریالانو ټولنې، د رسنیو په ازادۍ کې د افغانستان رتبه ۱۷۵ مه وبلله
د بې پولې خبریالانو ټولنې په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۵م ځای لري.
یاد بنسټ د رسنیو ازادي د پنځو شاخصونو—سیاسي، اقتصادي، حقوقي، ټولنیز او امنیتي—له مخې ارزوي. په سیاسي شاخص کې، چې پر رسنیو د حکومت د نفوذ او د تحریري خپلواکۍ کچه سنجوي، افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې ۱۵۸م ځای خپل کړی، چې دا د تېر کال د ۱۶۳م ځای پرتله یو څه ښه والی ښيي، خو لا هم پر رسنیو د سخت کنټرول څرګندونه کوي.
یو شمېر امریکايي سناتورانو کانګو ته د افغان کډوالو د نه لېږلو غوښتنه وکړه
د امریکا د سنا جرګې ۲۲ غړو د ډونالډ ټرمپ له ادارې غوښتي چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د افغان کډوالو د لېږلو له هر ډول احتمالي پلان څخه لاس واخلي. دوی خبرداری ورکړی چې دا اقدام به هغو افغانانو ته جدي خطر پېښ کړي چې پخوا یې له امریکايي پوځیانو سره همکاري کړې ده.
سناتورانو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په استولي لیک کې ویلي، داسې راپورونه شته چې په قطر کې مېشت تر زرو زیات افغانان ښايي کانګو ته ولېږدول شي. د دوی په وینا، ډېری دغه کسان پخواني ترجمانان او د امنیتي ځواکونو همکاران دي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته ورته د خوندي ژوند ژمنه شوې وه.
دوی ټینګار کړی چې دا ډول اقدام به «ظالمانه او خیانت» وي، ځکه یاد کډوال افغانستان ته د ستنېدو له ګواښ سره مخامخ دي او یا داسې هېواد ته لېږدول کېږي چې په خپله له بشري بحران سره لاس او ګرېوان دی. سناتورانو له امریکايي ادارې غوښتي چې دا ډول پلانونه ودروي او د افغان متحدانو پر وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغان کډوالو پر ستنولو اندېښنه وښوده
د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) له اروپايي هیوادونو څخه افغانستان ته د ډېر شمېر افغان کډوالو پر بېرته ستنولو اندېښنه وښوده.
دې بنسټ پرون (چهارشنبې) په یوه بیان کې ویلي، شاوخوا ۴۰ سلنه افغانان له سختې لوږې کړېږي او لږ تر لږه ۱۷ میلیونه خلک د خوړو له کمښت سره مخامخ دي. سربېره پر دې، د جګړو، وچکالۍ او طبیعي پېښو له امله بېځایه کېدا دوام لري، او روغتیايي سیستم هم تر سخت فشار لاندې دی.
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې په وینا، په اروپايي اتحادیه کې د کډوالۍ د محدودولو له پالیسۍ وروسته، زرګونه افغانان د دې اتحادیې له غړیو هیوادونو څخه د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دي، او تر ۲۰۲۵ کال پورې تر ۲۲ زره زیاتو کسانو ته د وتلو امر شوی دی. دغه بنسټ خبرداری ورکوي چې د دغو کسانو ستنول به د افغانستان بشري ناورین لا ژور کړي.
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې چارواکو ټینګار کړی چې افغانستان ته ستنېدل د ثبات معنا نه لري، بلکې ستنېدونکي به له لوږې، بېکارۍ او د اساسي خدماتو له نشتوالي سره مخامخ شي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې لا هم له زدهکړو، کار او روغتیايي خدمتونو محرومې دي.
یاد بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د مرستو کچه زیاته کړي او د افغانستان روان بشري بحران ته جدي پاملرنه وکړي، نه دا چې پر دې حالت سترګې پټې کړي.