سټراټفور کامنټري:
سټراټفور کامنټري خپرونې د ملي يووالي حکومت په وړاندې پر پرتو جدي چلينجونو مفصله ليکنه خپره کړې ده.
د ليکنې په پيل کې راغلي: د تاريخ په اوږدو کې په افغانستان کې د سيالو قومي ډلو جوړښت، غيرمنطقي محدوديتونه او د مرکزي حکومت ناتواني د دې سبب شوې چې افغان ولس او حکومت دواړه کمزوري شي.
د خپرونې په حواله دا ستونزې بيا دوام لري او افغانستان په څلورو چلنجونو کې راګير پاتې دى: سياسي سيسټم د اصلاحاتو په راوستلو کې ناکام شوى، پوځ د ځواک د کارونې وړتيا نه لري، اقتصاد پر بهرنيو مرستو متکي دى او له ګاونډي هېواد پاکستان سره تل د افغانستان اړيکې ترينګلې وې.
د مطالب په دوام راغلي، د دغو ستونزو د حل لپاره له همږغو هڅو پرته به افغانستان ونه توانېږي چې د وسلوالو طالبانو بغاوت وځپي، د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په مشرۍ حکومت به ونه توانېږي په انتخاباتي نظام کې اصلاحات راولي او په دې توګه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخاباتو ته زمينه برابره کړي.
سټراټفور کامنټري د مطلب په دوام زياتوي، له افغان حکومت سره به له بهره مرستې دوام لري: ناټو به تر ٢٠٢٠م کاله پورې د افغان پوځ د همکارۍ لپاره د خپلو کلنيو مرستو تعهد بيا تازه کړي، خو د افغانستان چلينجونه د دغه هېواد د جيوپوليټيک تېروتنو په کرښو کې ريښې لري.
دي واشنګټن فري بېکن:
امريکايي انلاين خپرونې دي واشنګټن فري بېکن په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پر زياتېدونکي پوځي حضور ليکنه خپره کړې ده.
د ليکنې په پيل کې راغلي، په داسې حال کې چې د جګړه ځپلي افغانستان متحدانو د خپلو پوځيانو او مرستو د کمولو پرېکړه کړې ده وسلوال طالبان خپلو لاسته راوړنو ته ادامه ورکوي.
خپرونې د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون د هغه راپور په حواله، دا مطلب خپور کړى، چې د امريکا کانګرس ته لېږل شوى، چې په افغانستان کې د طالبانو، ځپل شوې القاعده شبکې او داعش ډلې د حضور پراختيا څرګندوي.
دي واشنګټن فري بېکن په مطلب کې لولو، دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما په پام کې لري په افغانستان کې د روان ميلادي کال په پاى کې د امريکايي پوځيانو د شمېر کمولو په باب خپله پرېکړه اعلان کړي.
د امريکا په مشرانو جرګه کې د پوځي خدماتو د کمېټې رئيس سناتور جان مکين واشنګټن فري بېکن ته ويلي:
زموږ عالي رتبه پوځي قوماندانانو له مياشتو- مياشتو خبردارى ورکړى، چې په افغانستان کې امنيتي وضعيت خراب شوى او زموږ ١٥ کلنې لاسته راوړنې يې په خطر کې اچولي دي.
د خپرونې په حواله د سخت دريځو وسلوالو او تروريستي ډلو په وړاندې د مبارزې لپاره افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه د ظرفيتونو له مخې خلاوې لري.
د امريکا د دفاع وزارت د راپور له مخې چې د ٢٠١٥م کال د ډسمبر او ٢٠١٦م کال د مې مياشتو ترمنځ موده کې برابر شوى، د موجوده خطرونو په وړاندې د مبارزې لپاره په سيمه کې د امريکايي پوځيانو حضور ته اړتيا پېښېږي.