د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

پکتيا کې د ۲۱ ميلونه افغانيو په ارزښت د سړک يوه پروژه پرانېستل شوه


په ګردېز ښار کې د سړک يوه پروژه پرانېستل شوه چې د دې سړک د خرابوالي څخه خلکو په وارونو وارونو شکايت کړی دی چې دوی يې د ښار په منځ کې له ستونزو سره مخ کړي وو، خو اوس ولايتي اداره په دې بريالۍ شوه چې دغه پروژه په اساسي ډول پرانېزي او په نږدې درېيو مياشتو کې يې د جوړېدو چارې بشپړې کړي.

د پکتيا والي نصرت الله ارسلا د پروژې پرانېستې په مراسمو کې رسنيو ته وويل، دغه وړه پروژه يې د نورو پروژو پيل دی او تر دې وروسته به د ولايت په کچه په نږدې راتلونکي وخت کې يو شمېر نورې مهمې لويې او وړې پروژې هم پرانېزي.

ښاغلي ارسلا زیاته کړه:

"ښاروالۍ تقريباً د سږکال په بوديجه کې شپاړلس اولس پروژې لري چې له دې څخه دا دی نن موږ يوه پروژه پرانېسته او د ښار په مختلفو برخو کې به يې تطبيقوو، په شپږو اوو نقاطو کې دغه پروژې ټاکل شوي دي او پرانېستل کيږي به چې يوه دغه ده."

ارسلا د پروژې پرانېستې په مراسمو کې رسنيو ته وويل، دغه وړه پروژه يې د نورو پروژو پيل دی
ارسلا د پروژې پرانېستې په مراسمو کې رسنيو ته وويل، دغه وړه پروژه يې د نورو پروژو پيل دی

والي دا هم وويل چې د پروژې د کيفيت څارنې په هدف يې د اینجینرۍ بېلابېل ټيمونه ګمارلي چې د کار کيفيت له نږدې وڅاري او دغه پروژه په اساسي ډول ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

د والي ترڅنګ د ګردېز ښاروال اینجینرعصمت الله خالد د پروژې د ارزښت او کارونو پای ته رسېدو په اړه رسنيو ته څرګنده کړه:

"دغه سړک چې موږ جوړوو په لومړۍ درجه کيفيت جوړيږي، تقريباً ټول ۵۹۶۶ متره مربع سړک دی چې يوه وياله هم ورسره څنګ کې ده او هغه هم جوړيږي چې د دې پروژې ټول لګښت ۲۱ ميلونه افغانۍ ده او کارونه به يې انشاالله تر دريو مياشتو بشپړيږي."

ده دا هم وويل، ښاروالۍ غواړي په نږدې راتلونکي کې په ښار کې اساسي او بنسټيزې پروژې پلې کړي او په خبره يې هڅه يې دا ده چې د دغو لويو او وړو پروژو په پرانيستې سره به د ښار بڼه بدله کړي.

د يادونې وړ ده چې د ګردېز ښار په منځ کې په روان لمريز کال کې دا لومړنۍ لويه پروژه ده، چې پرانېستل کيږي او د نورو پروژو د پرانيستې ژمنه کيږي.

راپور- داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG