د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۷

ايران له بوينګ شرکت نه ١٠٠ الوتکې پېري

ايران د امريکا د الوتکو جوړولو له شرکت "بوينګ" سره د ۱۰۰ الوتکو د رانيولو پر سر موافقې ته رسېدلى دى.

د ايران د ملکي هوايي چلند ادارې مشر له "ايران" ورځپاڼې سره په خپله هغه مرکه کې چې نن خپره شوې ويلي؛ دواړه لوري د امريکا د خزانې وزارت د چارواکو تصويب ته انتظار باسي.

د ايران د هوايي چلند ادارې مشر علي عابدزاده ويلي؛ په ايران کې د موجوده مسافر وړونکو ٢٥٠ الوتکو له جملې ٢٣٠ بايد بدلې شي.

د ده په خبره له بوينګ شرکت سره د ١٠٠ الوتکو د رانيولو موافقه لاسليک شوې ده.

رويټرز اژانس د جون مياشتې پر شپږمه راپور ورکړى و چې ايران له ١٩٧٩م کال راوروسته د لومړي ځل لپاره له بوينګ شرکت څخه د الوتکو رانيولو تاريخي موافقې ته نږدې شوى دى.

وروسته له هغې چې د اټمي موافقې له مخې د جنورۍ په نيمايي کې له ايرانه اقتصادي بنديزونه ليرې کړاى شول، د ايران حکومت درېيو غربي شرکتونو ته د ٢٠٠ الوتکو فرمايش ورکړى دى.

په ایران کې د شته ۲۵۰ الوتکو څخه باید ۲۳۰ بدلې شي.
په ایران کې د شته ۲۵۰ الوتکو څخه باید ۲۳۰ بدلې شي.

بوينګ شرکت د چهارشنبې په ورځ تاييد کړه چې د ايران له هوايي شرکتونو سره په خبرو بوخت دى او دغه شرکتونه لېواله دي چې له دوى مسافر وړونکې الوتکې رانيسي.

د ايران د هوايي چلند ادارې رئيس ويلي، بوينګ شرکت د امريکا له خزانې وزارت نه د دغو سلو الوتکو رانيولو د موافقې د تصويب غوښتنه کړې ده.

علي عابدزاده وايي دغه تړون د ١٧ ملياردو ډالرو په ارزښت دى، خو لا هم دغه بودجه نهايي نه ده او په دې اړه تر بحثونو وروسته به نور جزئيات څرګند کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG