د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

زاخېلوال: پاکستان او افغانستان پر اوربند هوکړه وکړه


په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال نن چهارشنبې مازدیګر ازادي راډیو ته وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په خبرو کې پر اوربند موافقه وشوه.

د افغانستان سفیر په تورخم کې روان وضعیت ته په اشاره، هیله څرګنده کړه چې د اوربند په اړه د موافقې درناوی به وشي.

د تورخم پر سر د دواړو هېوادونو لانجه د یکشنبې په ورځ، تر هغه وروسته چې پاکستان په تورخم کې د دروازې جوړولو کار پيل کړ، شروع شوه.

د پاکستان پوځ وویل چې دا دروازه۳۷ متره د دوی په خاوره کې جوړیږي.

د پاکستان د پوځ په وینا، د دې کار د دواړو هېوادونو له امنیت سره مرسته او د تګ راتګ پر مهال د مسافرو د اسنادو دقیقه څارنه او کتنه ده.

خو د افغانستان حکومت وویل چې دورازه له موافقې پرته، د دواړو هېوادونو ترمنځ په صفري نقطه کې جوړېده.

د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال نن څرګنده کړه چې ستونزه لا نه ده حل خو د مذاکرو پر پيل موافقه په دې ارتباط مثبت پرمختګ دی.

د زاخیلوال په وینا، دا خبرې به له پوځي چارواکو سره کیږي.

XS
SM
MD
LG