د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

اکرام: ډيپلوماسي ونه توانېده د تورخم لانجې مخه ونيسي


روانه اوونۍ پر تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان پوځيان څو- څو وارې په خپلو کې په وسلواله شخړه واوښتل.

له دواړو لوريو په دې شخړه کې د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شوى دى.

په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني پرون چهارشنبه له سياسي او ملي مشرانو سره په يوه مشورتي غونډه کې د تورخم پر لانجې خبرې وکړې.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويل شوي، چې په دې غونډه کې د امنيتي او دفاعقي قواوو د تياري او د دې ستونزې د ډيپلوماتيک حل پر لارو چارو خبرې وشوې.

صالح محمد صالح په دې اړه په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو له استازي انجنير سيد اکرام او په پېښور کې له مېشت ورځپاڼه ليکونکي روښان يوسفزي سره په يوه بحث کې په دې پوښتنې کړې دي.

اوله پوښتنه يې د ننګرهار د خلکو له استازي انجنير سيد اکرام نه کړې، چې: ولې د افغانستان او پاکستان پوځيان پر تورخم وسلوالې شخړې ته مجبوره شول؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:11 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG