د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۵

د ۲۰۹ شاهین قول اردو لپاره د احتیاط ځواکونو کنډک جوړ شو


د افغانستان د دفاع وزارت په شمال او شمال ختیځ زونونو کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو لپاره د احتیاط ځواکونو یو کنډک جوړ کړ.

د احتیاط ځواکونو په چارو کې د دفاع وزارت مرستیال افضل امان وايي چې له دې کنډک څخه یې د رامنځته کېدو هدف دا دی ترڅو له مسلکي او په محاربې بلد ځواکونو څخه د دښمن په وړاندې په جکړه کې ګټه پورته کړي.

ښاغلی امان چې د یاد کنډک د افتتاح لپاره ۲۰۹ شاهین قول اردوی ته راغلی وو، وویل چې د احتیاط ځواکونو کنډک ته هغه ځواکونه جذب شوي چې یو ځل یې د خدمت او مکلفیت دوره د دفاع وزارت په چوکاټ کې ختمه شوې ده.

هغه وویل چې یادو کسان له درېیو کلونو تر ۹ کلونو پورې پخوا هم د افغان پوځ په لیکو کې دنده ترسره کړې ده.

امان وايي چې د احتیاط ځواکونه نسبت هغه تازه نفس سرتېرو چې اوس اوس د ملي اردو لیکو ته جذب شوي، مسلکي او د جګرې په مهارتونو بلد کسان دي، چې په خپله خوښه او د دفاع وزارت د غوښتنې په اساس د هېواد د امنیت تامینولو پخاطر بیاځل ملي اردو سره یوځای شوي.

امان د ترهګرۍ د لمنځه وړلو په برخه کې د یادو ځواکونو موجودیت موثر بولي:

"د یادو ځواکونو موجودیت سبب کېږي چې تازه نفسه سرتېرو ته روحیه ورکړي او دوی د محاربې او جګرې په مهارتونو بلد دي او په تېرو ۳ تر ۹ کلونو ترمنځ یې نظامي دنده ترسره کړې ده، دوی عملآ د افغانستان په مختلفو برخو کې د دښمن په وړاندې جنګېدلي دي او د امنیت رواستلو په برخه موثر تمامېږي."

د جنرال امان په خبره چې شاهین قول اردو د احتیاط په کنډک کې څه باندې ۶۰۰ سرتېري جذب شوي دي چې په تېرو لسو ورځو کې له مشرقي ولایتونو څخه ملي اردو ته راغلي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر جنرال عبدالحمید حمید وايي چې له دې امله چې د احتیاط کنډک ځواکونه مسلکي او په جنګ بلد کسان و، نو له دې وجهې چې مخالفین ترې په تخریبي کړنو کې کار وانخلي، د دویم ځل لپاره یې د ملي اردو لیکو ته جذب کړل.

جنرال حمید د همدې کنډک په افتتاحیه غونډه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په شمال زون کې د افغان ځواکونو په لاسته راوړنو هم خبرې وکړې.

ښاغلي حمید وویل چې له تېرې ورځې راپه دې خوا د ۶ پوځي عملیاتو په ترڅ کې په شمال او شمال ختیځ کې سلګونه طالب وسله وال وژلي دي.

هغه زیاته کړه:

"د آقچه ۳ عملیات په بدخشان کې ترسره شول، همداسې په سرپل، جوزجان او فاریاب کې عملیات دوام لري چې په ۲۴ ساعتونو کې ۳۲ طالبان وژل شوي، ۲۷ تنه نور یې ژوندي نیول شوي دي."

په همدې حال کې د احتیاط کنډک ځواکونه د طالبانو په وړاندې د جګړې له چمتوالي غږېږي.

احمد خالد او شکیب د همدې ځواکونو څخه دوه تنه دي دوی د طالبانو په وړاندې د مبارزې په اړه داسې وايي:

"خالد یم، د خپل موږ معنا چې د خپل وطن د ساتنې لپاره تیار یم، ترڅو چې مې په وجود کې یو څاڅکی وینه هم وي، د خپل وطن او خلکو لپاره به د دښمن په وړاندې جنګېږم."

"شکیب مې نوم دی، په هر ډول شرایطو کې د خپلې خاورې د ستانې لپاره مونږ جنګ ته چمتوالی لرو، دا پلید، بې قوم، بې مذهب او بې دین دښمن ترڅو چې نیست و نابود نکړو مونږ به له خپلې خاورې او هېواد څخه ساتنه کوو."

باید یاده شي چې تردې مخکې په غرب زون کې هم دې ته ورته د احتیاط ځواکونو کنډک د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې جوړ شوی وو.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG