د لوګر ولايتي چارواکي، وکيلان او سيمې اوسېدونکي وايي چې په په خروار ولسوالۍ کې د تېرې جمعې په ورځ وژل شوېو نجونو د وژل کېدو تر شا انګېزه لا هم نه ده معلومه شوې، خو د چارواکو په خبره د پېښې د پلټنو او معلومولو لپاره په سيمه کې يو باصلاحيته هئيت کار کوي.
د تېرې جمعې په ورځ د لوګر ولايت خروار ولسوالۍ پنجپای سيمه کې دوو موټر سايکل سپرو وسلوالو چې د سيمې اوسېدونکو په خبره د افغان ځواکونو يونیفورم يې په غاړه وو، درې خويندې په داسې مهال په ډزو ووژلې چې نجونو غوښتل کلي ته ورڅېرمه غونډېو څخه د اختر خوشالۍ لپاره د کور سپينولو په موخه سپينه خاوره يوسي.
د لوګر ولايتي چارواکي وايي، د يادې پېښې په اړه دوی په خروار ولسوالۍ پنجپای سيمه کې خپلو پلټنو ته دوام ورکړی دی او غواړي د پېښې تر شاه اصلي انګېزه معلومه کړي.
د دې ولايت والي محمد حليم فدايي ازادي راډيو سره د ټليفون پر کرښه وويل چې دوی د پېښې قربانيانو له کورنۍ سره په تماس کې دي او په سيمه کې لا هم پلټنې روانې دي او وروسته له معلوماتو لاسته کولو به رسنيو سره بشپړ موضوعات شريک کړي.
ښاغلي فدايي زیاته کړه:
"نو موږ به وګورو چې د دې پېښې اصلي هدف څه دی، موږ په دې غم کې ځان بشپړ شريک بولو او د دوی کورنۍ ته مو د ولسمشر پیغام استولی دی، پلټنې روانې دي او وروسته به مالومه شي چې د پېښې تر شاه اصلي انګېزه څه ده او قاتلين ېې څوک دي، که قاتلين ېې مالوم شول موږ به ورسره شديد چلند وکړو."
نوموړی که څه هم دا له وخت مخکې ګڼي چې ووايي، پېښه د کومې انګېزې له مخې رامنځته شوې، خو د لوګر ولايتي شورا غړی عبدالولي وکيل وايي، کورنۍ د شخصي خصومت ښکار شوې ده:
"احتمالاً دا خلک بدي لري، د دې لپاره چې د دوی ترمنځ نور هم مشکل زيات شي، دا کار ېې کړی دی او دا عمل هم طالبانو رد کړئ دی او هم د افغان حکومت او موږ يې هم غندو دا ناځوان مردانه کار دی."
د ده په خبره دا کورنۍ پخوانۍ تربګني او ستونزې لري چې پر هغه اساس ورته ښايي مشکل ايجاد شوی وي، خو د سيمې يو اوسېدونکی بيا دا خبر نه مني چې کورنۍ دې د شخصي خصومتونو ښکار شوې وي او وايي، طالب وسله وال غواړي د حکومت بدنامولو په موخه داسې پېښې وکړي:
"پېښه د جمعې پر ورځ لس بجې رامنځته شوې ده، د زرمت لخوا دا کسان راغلل او دا څو نجونې ېې شهيدانې کړې، دوی بدي نه لري او دې کلي باندې دولت حاکميت نه لري، نور خلک دي او دوی غواړي چې په دې سره دولت بدنامه کړي، دا موږ پېژنو، ډېر غريب خلک دي او يو شمېر کسان داسې کړنې کوي، مخکې ېې هم کړې دي، تر څو په داسې کړنو سره دولت بدنامه کړي او د دوی له درېشيو استفاده کوي."
د نوموړي دغه خبره وسلوال طالبان نه مني چې دغه درې نجونې د دوی ملګرو وژلې دي، خو وايي چې که په پېښه کې ښکېل کسان د دوی لاسته ورغلل جزا به ورکړي.
راپور: داوود تپان