د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

د کندز اوسېدونکي: کمزورې او ټکنۍ برېښنا مو ستونزې زیاتې کړي


د کندز ولایت اوسېدونکي د برېښنا له غیر عادلانه وېش همدارنګه له ډېرو پارچاويو او ضعیفوالي څخه سرټکوي دوی وايي چې د روژې په دې میاشت کې چې ګرمي هم ډېر ده او خلک برېښنا ته ډېره اړتیا هم لري، خو د برېښنا پرله پسې پرچاویو د دوی پر وړاندې ډېرې ستونزې جوړې کړي.

یاد خلک وايي چې د برېښنا ریاست چارواکو د ښار ډېره برېښنا یې د یخ تولېدونکو پر کمپنیو پلورلې ده چې له امله یې هم برېښنا ډېره کم زورې شوې او په پرچاويو کې ډېروالي راغلی دی.

د کندز ولایت د مرکز او یو شمېر سیمو خلک شکایت کوي چې د روژې میاشتې په دې ورځو کې د ښار په مرکز کې همدارنګه په یو شمېر سیمو کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې ده.

دوی وايي چې د برېښنا بشپړ بندېدل له دې ډول پرچايو غوره دي، ځکه چې له څو ورځو راهيسې د اړتيا پرمهال د دوى په کورونو برېښنا بندېږي.

د کندز ښاریانو همدارنګه زياته کړه چې د برېښنا په پرچاويو کې عدالت په پام کې نه نيول کېږي، ځکه چې د ښار په ځينو سيمو کې د زورواکو برېښنا سره له دې چې نه پارچاوېږې د هغوی برېښنا ډېره قوي هم ده.

د کندز ښار څو تنو اوسېدونکو په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"بشیرخان یم، وروره برق نشته ده ۴۳ درجې ګرمۍ ده او د روژې مبارکې په دې میاشتې کې خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، نو برق چې ماښام ولاړ شي سهار راشي باید د خلکو ستونزې هوارې شي.

"ایمل کاکړ یم، په دې ګرمۍ کې برق پرله پسې پرې کېږي او ډېر ضعیفه دی او موږ له دولت څخه غواړو چې د برېښنا ریاست لپاره یو باکیفایته کس تعیین کړي چې د خلکو ستونزې هوارې کړي او د روژې په دې میاشتې کې موږ له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ یو.

"زهیر یم، وروره د برق ریاست برق یې پر یخچالونو باندې خرڅ کړې دي او پیسۍ ې خپل جیب ته اچوي او د خلکو ستونزو ته پاملرنه نه کوي، ځکه اوس مهال د ښار برق ډېر ضعیفه دي او پرچاوي هم ډېره ده."

په همدې حال کې د کندز د ولایتي شورا غړی، امرالدین ولي هم د خلکو شکایتونه تایید وي او د برېښنا ریاست چارواکو څخه غواړي چې د برېښنا د پرله پسې پرې کېدو مخنیوي وکړي او ټولو سیمو ته یوشانته برېښنا ورکړي:

"له یو خوا د برېښنا ضعیفوالي او له بلې خوا د برېښنا پرچاوي خلک یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي، ځکه د برېښنا ریاست ډېره برېښنا یې پرته له نوبت څخه یخچالونو ته ورکړي او نوبت ته یې هم پاملرنه نه کوي."

په ورته وخت کې د کندز د برېښنا ریاست سرپرست محمد انور نوابي د برېښنا د غیر عادلانه وېش ردوي او وايي چې د برېښنا د ضعیفوالي او پرچاوي عمده لامل د دوبي په موسم کې له برېښنا څخه د خلکو زيات کار اخيستل او بل عمده لامل یې د شخصي یخ تولیدونکو کمپنیو له برېښنا څخه له تعیین شوي ساعتونو څخه ډېره ګټه اخیستل دي:

"په کندز کې څه باندې ۲۸ د یخ لويي کمپنۍ همدارنګه یوشمېرې د اوړو او غوړیو کمپنۍ او ترڅنګ یو شمېر واړه شرکتونه هم فعالیت کوي نو ځکه د برېښنا په ولتاژ کې کموالي راغلی دی، خو موږ ددغو کمپنیو مالکینو ته خبردارې هم ورکړی خو بیا هم دوی زموږ له خبرتیا څخه سرغړونه کوي."

نوابي زیاتوي چې دوی په وار وار د یخ تولیدونکو کمپنیو ته خبرتیا ورکړی چې له تعیین شوو ساعتونو څخه له برېښنا څخه ډېره ګټه وانخلۍ، خو بیا هم دغه کمپنۍ سرغړونې کوي.

نوموړی وايي چې دغه ستونزه یې د کندز سیمه ییزو چارواکو سره هم شریکه کړې، څو له سرغړونکو فابریکو سره قانونې چلند وکړي چې د خلکو ستونزې هوارې شي.

د یادونې ده، د کندز برېښنا وارداتې ده چې له تاجکستان هېواد څخه دې ولایت راغځول شوې ده او بیا له دې ولایت څخه تخار او بغلان ولایتونو ته هم لېږدول شوي ده.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG