د امریکا د مرستو جګپوړي څارونکی مقام وايي، د طالبانو د حملو له کبله هغه میلیاردونه ډالره مرستې له ګواښ سره مخامخ دي چې امریکا د افغانستان د بیارغونې لپاره کړې دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت سرمفتش وايي، د طالبانو ورانکار فعالیتونه هغه میلیاردونه ډالره مرستې له ګواښ سره مخامخ کوي چې امریکا په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان د بیارغونې لپاره لګولي دي.
جان سوپکو له رویټرز خبري اژانس سره په یوه ځانګړي مرکه کې ویلي، امریکا په افغانستان کې خورا زیاتې پیسې ضایع کړي چې د ده په وینا د یو کوچني هېواد لپاره خورا زیاتې وې، په داسې حال کې چې پردې مرستو خورا لږه څارنه کیږي.
د امریکا کانګرس له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان له بیارغونې سره د مرستې لپاره نژدې ۱۱۳ میلیارد ډالر ځانګړې کړل خو په تېرو ۴ کلونو کې د راپورونو د هغې لړۍ له مخې چې د سوپکو په مشرۍ سیګار ادارې برابر کړي دي د فساد او ناسمې ادارې له کبله د دې پیسو ډیره برخه ضایع شوي دي.
سوپکو وايي، که په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر د پلان له مخې کم شي، نو د افغانستان د بیارغونې هڅې ښايي لا زیانمنې شي او هغه ضایعات به نور هم زیات شي چې د ده په وینا ارزښت یې میلیاردونو ډالرو ته رسیږي.
د هغه راپورله مخې چې سیګار په اپریل میاشت کې خپور کړ، د افغانستان د بیارغونې لپاره د مرستو په پروژو کې د مخدرو موادو پرضد د مبارزې، د بریښنا د مزو د جوړولو، د صنایعو د هڅولو، د بانکي او حقوقي سیسټمونو د رغونې او د کرنې د عصري کولو لپاره پروګرامونه شامل وو.
سوپکو وايي، سیګار اداره وروسته له هغه جوړه شوه چې د امریکا د مرستو نیمايي پیسې په افغانستان کې لګول شوې وې خو بیا هم په تېرو دوو کلونو کې د ده ادارې یو لړ اقدامات کړي دي.
نوموړی د دې اقداماتو د یادونې په ترڅ کې وايي، د هغو ۱۰۷ کسانو او کمپنیو قراردادونو یې فسخ کړل چې په خپلو چارو کې پاتې راغلي وو او همدا راز څه باندې نه نیم سوه میلیون ډالر د جریمو او ضایع شویو پیسو د ترلاسه کولو له درکه اعاده شوې دي.
له افغانستان سره د امریکا د یوسل او دیارلس میلیارد ډالرو مرستو په سلو کې شپیته د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر روزنه لګیدلي خو د سیګار مشر وايي، د دې پروګرام د اغیزمنتیا په اړه هم زیاتې پوښتنې شته.
سوپکو وايي چې که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي ښايي خلکو ته د خدماتو په رسولو کې د ولسمشر اشرف غني د حکومت توان له ګواښ سره مخامخ شي.
نوموړی زیاتوي که په افغانستان کې حاضر یو کتلای شو چې آیا یوه سرتیري ته بوټ، مرمۍ، نور وسایل او تنخواه رسیږي کنه.
سوپکو همدا راز ویلي چې که وضعیت په همدې ډول د خرابیدو په حال کې وي، نو ان په هغو سیمو کې چې پیسې پکې په تدبیر سره لګول شوي دي هم ښايي دا مرستې له خطر سره مخامخ شي.
له دې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدوایالاتو ځانګړي استازي جیمزدابینز ویلي و چې که څه هم په بشري برخه کې یولړ بریاوې ترلاسه شوي خو امریکا د میلیاردونو ډالرو له لګولو سره سره لاهم په افغانستان کې خپلو اهدافو ته نه ده رسیدلې.