د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

عراقي پوځیان د فلوجه ښار په لور مخته شوي


عراقي پوځیان د فلوجه ښار جنوب ته ورننوتلي دي. پوځیان وایي چې د الشهدا په نوم سیمه یې نیولې ده.

د مې په ۲۳ د عراق صدراعظم حیدر العبادي له داعشه د فلوجې د نیولو لپاره پوځ ته د عملیاتو اجازه ورکړه.

ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ اندیښنه ښکاره کړه چې په لسګونو زره کسان د فلوجه په ښار کې بند پاتې دي.

العبادي له داعشه د فلوجې د نیولو لپاره پوځ ته د عملیاتو اجازه ورکړه.
العبادي له داعشه د فلوجې د نیولو لپاره پوځ ته د عملیاتو اجازه ورکړه.

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هماهنګ کوونکې لیز ګراندې رویټرژ اژانس ته تېره ورځ وویل چې په فلوجه کې محاصره خلک له خطرناک وضعیت سره مخامخ دي.

ګراندي وویل، یو نیم کس چې له فلوجه څخه راوځي د ډېر بد وضعیت خبر ورکوي:

"موږ په فلوجه کې د ملکیانو شمېره کمه ګڼلې وه. موږ داسې فکر کاوه چې له څلویښتو تر پنځوس زره پورې ملکیان له سخت خطر سره مخامخ دي. خو اوس چې کوم کسان راوتلي دي هغوی موږ ته ویلي دي چې ښایي تر نوي زره پورې ملکیان لا هم د فلوجه دننه وي. دوی هلته بند پاتې دي او خوندي نه دي."

ګراندې زیاته کړه چې تر شل زره ډېر کسان تر اوسه له فلوجه څخه راوتلي.
ګراندې زیاته کړه چې تر شل زره ډېر کسان تر اوسه له فلوجه څخه راوتلي.

ګراندې زیاته کړه چې تر شل زره ډېر کسان تر اوسه له فلوجه څخه په ډیرو سختو شرایطو کې چې څو ورځې یې پلی سفر کړی دی، راوتلي دي او یو شمېر کسان د راوتلو په وخت په لاره کې له منځه تللي دي.

فلوجه د مرکز بغداد د جنوب په پنځوس کیلومترۍ کې پرته ده چې د ۲۰۱۴ کال په لومړېو کې دولت مخالفه وسله والو ونیوله.

د فلوجه د نیولو لپاره له عراقي ځواکونو سره شیعه ملیشه مرسته کوي او د امریکا په مشرۍ الوتکې یې د هوا له لارې ملاتړ کوي.

جرمني اژانس خبر ورکوي چې د ښار له دننه له عراقي ځواکونو سره سخت مقاومت کیږي.

پوځیان وایي چې داعش وسله والو د ښار دننه تونلونه ایستلي دي او له دغو تونلونو څخه یې د پوځیانو د تېز پرمختګ مخه نیولې ده.

په وروستیو میاشتو کې داعش د عراق په لویدیځ کې پراخې سیمې له لاسه ورکړې خو د عراق په شمال کې د دغه هېواد دوهم ستر ښار موصل لا هم له دوی سره دی.

XS
SM
MD
LG