د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

عراق: د فلوجه بې ځایه شوي کسان به روژه څنګه نیسي؟


په داسي حال کې چې عراقي ځواکونه د فلوجه د کنټرول تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي، د ښار بې ځايه شويو کسانو ته به د روژې د مياشتې فرايض پوره کول ستونزمن کار وي.

پر فلوجه د عراقي ځواکونو عمليات د مې په درويشتمه پيل شول دغه ښار د سخت دريځو له لاسه په ۲۰۱۴میلادي کال کې سقوط کړی وو.

په داسي حال کې چې په ټوله نړۍ کې مسلمانانو د دوشنبې په ورځ د روژې مياشت پيل کړه، د عراقي ښار فلوجه بې ځايه شوي کسان وايي، د دوی د ژوند ناوړه وضعيت ورته سخته کړې چې سږ کال روژه ونيسي.

بې ځايه شوي کسان له خپله ښاره لېري په یوه کمپ کې اوسي او وايي خوراک او بريښنا نه لري او د دوبي په سره ګرمي کې د ژوند ورځې شپې سبا کوي.

حنا هادي د فلوجه په شمال کې له خپل ښار ګرمه څخه يو کال مخکې تېښتې ته اړه شوې وه.

د دې د ژوند ملګري خپله دنده له لاسه وکړه چې ټرک يې چلاوه، دا وايي ټوله کورنۍ يې اوس د یوه کوچني زوی ګټې ته ناسته ده، زوی يې په کوڅه کې توکي خرڅوي.

نوموړې زیاته کړه:

"هر کال موږ دېرش زره دينار ټول کړو او له هغه څخه شل زره دينار پر خوراک خرڅوو، سږ کال زه هيڅ پيسې نه لرم چې څه پرې واخلم، زه په خپله کورنې کې يوولس غړي لرم او زموږ په خېمه کې ډېره ګرمي وي، بريښنا او سړې اوبه نه لرو، زه څنګه د روژې لپاره تياری وکړم؟ موږ معاش نه لرو او بې کاره يو."

پنځه اويا کلنې شکريه نعيم هم له خپلو اولادو او لمسيانو سره يو کال مخکې له خپله کوره تښتېدلې وه.

کور يې فلوجه ته نيږدې وو، دا وايي سږ کال به د روژې نیول ورته له امکانه وتلې خبره وي.

نوموړې زیاته کړه:

"سږ کال څوک روژه نيولای شي؟ ايا هغه څوک چې روژه نيسي، خوراک ته اړتيا نه لري؟ موږ هيڅ هم نه لرو، مخکې حکومت راته لوبیا او دال راکول خو له څلورو مياشتو راهيسي مو هيڅ نه دي تر لاسه کړي، دوی يوازي صابن او د کالو پرېولو پوډر راوړل او هلته يې په کاروان کې اښي دي او توزيع کړي يې نه دي."

فلوجه چې له مخکې لا د اوبو، خوراک او دواوو له کموالي سره مخامخ وه، اوس د عراقي ځواکونو، شيعه جنګياليو او د امریکا په مشرۍ د ايتلاف الوتکو له خوا بمبارد کيږي.

دا په داسي حال کې ده چې دغه ځواکونه غواړي له داعش څخه د فلوجه کنترول بيرته تر لاسه کړي.

پر فلوجه د عراقي ځواکونو عمليات د مې په درويشتمه پيل شول،دغه ښار د سخت دريځو له لاسه په ۲۰۱۴میلادي کال کې سقوط کړی وو.

XS
SM
MD
LG