د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا نه به ۲.۳میلیونه خلک ګټه واخلي


د افغانستان برېښنا شرکت وايي، له کابله تر غزني پورې د برېښنا د ستنو د ودرولو، په پروان کې د سب سټیشن د نصبولو او له کابله تر پکتیا پورې د مزو د غځولو چارې روانې دي.

د دې شرکت ویاند وحیداله توحیدي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د پلخمري د دشت الوان څخه د کابل تر ارغندې پورې د پروژې تړون د"KPTL- RGM JV" له شرکت سره لاسلیک شوی دی.

د دې پروژې ارزښت ۱۱۹ میلیونه امریکا ډالره ښودل شوی دی.

د پلخمري د دشت الوان له سب سټیشنه به د ۲۰۹ کیلو مترو مزي له غځولو سره کابل ته ۱۰۰۰ میګا واټه برېښنا ولیږدیږي.

وحیداله توحیدي:له کابله تر غزني پورې ستنې بشپړې شوي.
وحیداله توحیدي:له کابله تر غزني پورې ستنې بشپړې شوي.

ښاغلي توحیدي زیاته کړه:

"له کابله تر غزني پورې ستنې بشپړې شوي، د تصفیې او سب سټیشن کار یې پیل شوی، ۳۰۰ میګاواټه برېښنا مخکې له دې چې کابل ته راورسیږي مرکزي ولایتونو ته ورکول کیږي، حکومت او برېښنا شرکت دې کار ته ژمن دی.کابل ترې سلو په سلو کې او په ولایتونو کې ترې ۲.۳ میلیونه کورنۍ له دې برېښنا سره وصل شي."

ښاغلي توحیدي وویل، د دې پروژې بشپړولو ته دوه کلونه او شپږ میاشتې تخمین شوي او له بشپړېدو سره به یې ۲،۳ میلیونه خلکو ته برېښنا ورسیږي.

دا چې د چارو پوهان په دې اړه څه نظر لري، له عمر سیرت به یې واورو:

"دا پروژه چې اوس د سالنګ له لارې تیریږي، د افغانستان ملي ګټې په کې نغښتې دي، ځکه چې کوم عواید چې د فابریکو او داسې نورو اقتصادي فعالیتونو له لارې د دولت خزانې ته ځي، د هېواد پر اقتصاد مثبت اثر کوي. همدارنګه پر امنیت او اقتصادي اړیکو هم ښه اثر پرې باسي."

کابل، میدان وردک، غزني، زابل، کندهار، پکتیا، خوست، پکتیکا، بامیان، دایکندي، لوګر، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، پروان، کاپیسا، هغه ولایتونه دي چې دغه پروژه ځینې تیریږي.

ښاغلي سیرت دا هم وايي، له دې پروژې سره به اقتصادي زیربناوې پراخې او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو په ټینګولو کې به هم مهم رول ولوبوي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG