د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

د کندز–تخار –بغلان لويې لارې لا هم د طالبانو له ګواښ سره مخ دي


د کندز د اوسېدونکو او موټر چلوونکو د خبرو پر بنسټ، اوس مهال هغه لويې لارې چې د کندز ولایت له تخار همدارنګه له بغلان سره نښلوي د وسله والو طالبانو له جدي ګواښ سره مخامخ دي چې له کبله یې دولتي چارواکي او شتمن خلک پر دغو لویو لارو باندې په ډاډه زړه تګ را تګ نه شي کولای.

د کندز ولایت څو تنو اوسېدونکو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"- د لویو لارو امنیت ډېر خراب دی هر ورځ وسله والو طالبان سړک ته راوځي له دولته غواړو د دې ولایت د لارو د خوندېتوب په برخه کوټلي ګامومه پورته کړي.

- عمومي سړکونه چې کندز له تخار او بغلان سره نښلوي نا امنه دي او وخت نا وخت وسله وال طالبان همدارنګه غېرمسوول وسله الو سړک ته راوځي دولتي کسان او شتمن خلک له موټرو څخه کښته کوي او له ځان سره یې بیايي او یا یې وژنې."

په ورته وخت کې د کندز د مدني ټولونو فعالان هم د کندز – تخار د لويې لارې د امنیت د نه خوندېتوب له کبله سرټکوي او وايي چې وسله والو طالبان پر دې لويې لارې کې د امنیتي پوستو ترمنځ موټرونه تلاشي کوي او خلک له موټرو څخه کوزوي.

یو تن مدني فعال عزیزالله په دې اړه یې ازادي راډیو ته داسې وویل:

"د لوېو لارو وضعیت ډېر خراب دي، طالبان سړک ته راوځي او د امنیتي پوستو په منځ کې موټرونه تلاشي کوي او هغه امنیتي ځواکونه چې د لوېو لارو په اوږدو موجود دي هغوی له خپلو پوستو بیرون نه راوځي."

بلې خوا ته د کندز د امنېي قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي ساپی بیا وايي، دوی د کندز – تخار او د کندز – بغلان د لویو لارو په اوږدو کې یې امنیتي پوستې جوړې کړي دي او خلک کولای شي په ډاډه زړه پر دغو لویو لارو باندې تګ را تګ وکړي.

ساپی بیا وايي، دوی د کندز – تخار او د کندز – بغلان د لویو لارو په اوږدو کې یې امنیتي پوستې جوړې کړي.
ساپی بیا وايي، دوی د کندز – تخار او د کندز – بغلان د لویو لارو په اوږدو کې یې امنیتي پوستې جوړې کړي.

ښاغلي ساپي زیاته کړه:

"کېدای شي وخت نا وخت طالبان سړک ته راوځي، خو موږ د لويو لارو په اوږدو کې امنیتي پوستې جوړې کړي دي او زموږ امنیتي ځواکونه د لویو لارو په اوږدو کې ګزمې هم کوي او زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې په ډاډه زړه پر دې لارې باندې تګ را تګ وکړي."

سره له دې چې د کندز امنیتي چارواکي د دې ولایت د لوېو لارو په اوږدو کې د ډاډمن امنیت اطمینان ورکوي، خو دوه ورځې وړاندې د کندز - تخار له لويې لارې څخه د کندز ولایت د امنې قوماندانۍ ادارې مدېر وسله والو طالبانو له موټر څخه کوز کړي وو او له ځان سره یې بېولې دي.

اجمل ارین-کندز

XS
SM
MD
LG