د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

په مرکزي بغلان کې د امنیتي ځواکونو پرمختګ


د بغلان یو امنیتي چارواکی وايي، امنیتي ځواکونه د مرکزي بغلان ولسوالۍ د کوکچنار کلي پر لور پرمختګ کوي.

د بغلان د امنیت امر عبد الرشید بشیر تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، سلګونه سرتېري په مرکزي بغلان کې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد د نوید یو په نوم پوځي عملیاتو برخه لري.

ښاغلي بشیر زیاته کړه:

"د منګل او علاو الدین سیمې په بشپړه توګه تصفیه شوي دي او اوس مهال جګړه په کوکچنار سیمه کې دوام لري."

طالبانو په دې وروستیو کې په منګل او علاو الدین سیمو کې هغه لاره تړلې وه چې د افغان ځواکونو قرارګاه ته رسیږي.

د بغلان د امنیت امر وویل، د مرکزي بغلان ولسوالۍ په روانه جګړه کې تر اوسه پورې د دولت ۳۰ وسله وال مخالفان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د عبد الرشید بشیر په وینا په دې عملیاتو کې پینځه افغان سرتېري هم وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي.

خو وسله والو طالبانو تر دې دمه د مرکزي بغلان د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي بشیر همدارنګه وویل، په مرکزي بغلان کې دا مهال شاوخوا څلور سوه وسله وال راغونډ شوي چې زیاتره يې له ګاونډیو ولایتونو څخه بغلان ته راغلي دي.

دی وايي:

"د سیمې طالبان هم دي او له کندز او سمنګان څخه هم طالب وسله وال راغلي دي.په دې جګړه کې د بغلان د ځینو نورو ولسوالیو تروریستي ډلې هم برخه لري.تر دې دمه د بهرنیو وسله والو د موجودیت په اړه معلومات نشته."

خو د بغلان د امنیت امر وايي چې په بورکه ولسوالۍ کې د منځنۍ اسیا د وسله وال لیدل شوي دي.

طالبانو د عمري په نامه عملیاتو په پیلولو سره هڅې کړي چې د کابل بغلان ترمنځ د لوې لارې مهمې برخې چې پایتخت له شمال سره نښلوي، بندې کړي.

خو د بغلان امنیتي چارواکي وايي، د دولت ضد وسله وال به په دې هڅو کې بریالي نه شي.

XS
SM
MD
LG