د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۹

د اذربایجان سترې محکمې د اسمعیلوا د خوشې کېدو پریکړه وکړه


د اذربایجان سترې محکې د ازادي راډیو د خبرېالې خدیجه اسمعیلوا د خوشې کېدو پریکړه وروسته له هغې وکړه چې د دې د بند سزا یې له اوه نیمو کلونو درې نیمو ته راکمه کړه.

سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ د دې خبریالې د استېناف غوښتنې په غونډه کې د دې دې خوشې کیدو پریکړه وکړه.

د ازادي راډیو عمومي ریس نیناد پیج د اسمعیلوا د خوشې کېدو په اړه یوه تبصره کې دا د خدیجې او د ټولو ژورنالېستانو لپاره یوه ښه ورځ بللې وه.

د پریکړې پر مهال خپله خدیجه په محکمه کې نه وه حاضره خو د نوموړې وکیل فاریض نامزلي د فرانسې خبري اژانس ته وویل ، تمه لري چې نوموړې به د ورځې په ورستیو کې له زندان څخه راووځي .

خدیجه اسمعیلوا د ۲۰۱۴ م کال په ډیسمبر کې نیول شوې وه او د ۲۰۱۵ م کال په سیپټمبر کې په اوه کاله بند محکومه شوه .

لویدیځو هېوادونو او د بیان د ازادي مدافعینو پرلپسې د نوموړې د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG