د شمال ختیځ ولایتونو په سطحه په کندز ولایت کې د۳۴ میلیون ډالرو په ارزښت د فوټبال لوبې معیاري لوبغالی د جوړولو په حال کې دی چې د ۳۰ زره نفرو ظرفیت لري.
په کندز کې د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې ریاست د چارواکو د خبرو پر بنسټ چې ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پر یوه معیاري لوبغالي باندې په دې ولایت کې کار په چټکې سره روان دی چې د ۳۰ زره نفرو ظرفیت لري او مالي لګښت یې د هېواد د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت لخوا ورکول کېږي.
په کندز ولایت کې د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې رئیس عبدالبصیر مُرشید ازادي راډیو ته وویل چې کندز یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د کوکنارو کرکیله په کې صفر ته رسېدلې ده، نو په همدې خاطر د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت لخوا هرکال په دې ولایت کې پر یوشمېر لویو پرژو باندې کار پیل کېږي.
ښاغلی مُرشید زیاتوي چې په دې لوبغالي کې به د شمال او شمال ختیځ ولایتونو په سطحه لويي سپورټي لوبې ترسره کېږي:
"دغه لوبغالی چې موږ په دې ولایت کې جوړه و، مالي لګښت یې ۳۴ میلیونه افغانیو ته رسیږی چې د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت لخوا ورکول کېږي او دغه لوبغالی په اساسي او پاخه ډول د کندز په سپین زره چمن کې په ۱۲ جربه ځمکې کې رغول کېږي."
په ورته وخت کې د کندز والي اسدالله عمرخېل په خپلو خبرو کې وویل چې د دې ولایت سیمه ییزه اداره هڅې کوي، څو په دې ولایت هغه پروژې چې د نا امنیو له کبله کارونو یې بند شوي و، کارونه یې بېرته له سره پیل کړي:
"دا ده خوشحالي ځای دی چې دلته یو سندرد لوبغالی جوړېږي او ان شاءلله د امنیت په ښه کېدو سره به په دې ولایت کې یو ځل یا د ټولو ټولګټو پروژو کار بېرته له سره پیل شي او ترڅنګه به یې وزګار خلکو ته هم د کار بوختیا برابره شي."
په همدې حال کې د کندز اوسېدونکي هم ډېر خوشحاله دي چې په دې ولایت کې یو معیاري سپورټي اسټیدیوم جوړېږي.
د نوموړي ولایت یوه تن اوسېدونکي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"موږ ډېر خوشحاله یو چې زموږ په ښار کې سپورټي اسټیډیوم جوړېږي او هېله لرو چې مرکز حکومت د کندز له سیمه ییزې ادارې سره لا نورم همغږي شي او په نور سترو پروژو باندې هم کار پیل کړي."
د کندز د سپورټ د ادارې امر عبدالقیوم رحیمي بیا وايي، کندز یو له هغو ولایتونو څخه دې چې په دې وروستیو څوکلونو کې د دې ولایت ځوانان د سپورټ په بېلابېلو برخو کې ډېرې ښه لاسته راوړنې لري.
راپور: اجمل ارین