د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

افغان حکومت:د ملا منصور وژنه به طالبانو ته د سولې یو فرصت وي


افغان حکومت وایي، د ملامنصور وژل کېدل به هغو طالبانو ته یو فرصت وي چې غواړي د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې د یکشنبې په ورځ یې د وزیرانو شورا د غونډې په پيل کې خبرې کولې وویل چې ملا منصور سوله نه غوښته او د جګړې پلوی و.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ چې حکومت له حزب اسلامي سره هم د سولې داسې موافقه وروستۍ کړې چې ملي ګټې په کې خوندي دي.

د افغان حکومت اجرائيه رییس وايي، د ملا منصور په وژولو سره به د طالبانو په وضعیت کې ژور بدلون رامنځ ته کړي.

عبدالله عبدالله چې د یکشنبې په ورځ یې د وزیرانو شورا د غونډې په پیل کې خبرې کولې وویل چې د ملا منصور وژنه به هغو طالبانو ته فرصت برابر کړي چې غواړي سوله وکړي.

ښاغلي عبدالله مخکې له دې چې د افغان امنیتي ځواکونه له خوا د منصور وژنه تایید شي ویلي و:

"که دا خبر سل په سلو کې تایید شي دا د هغو طالبانو لپاره یو فرصت دی چې غواړي سوله وکړي، ځکه چې دا شخص د خبرو د پیل مانع و، دا پېښه د دې سبب کېدای شي، هغه کسان چې له یو لړ شرایطو لاندې یې جګړه کوله، له فرصته په استفادې له جګړه او تاوتریخوالی لاس په سر شي."

د افغانستان ملي امنیت ریاست د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې د وسله والو طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په پاکستان کې د امریکايي بې پېلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی.

د امریکا دفاع وزارت د شنبې په ورځ ناوخته خبر ورکړ چې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور احتمالاً وژل شوی دی.

لویدیځ اژانسونه خبر ورکوي چې دا برید د امریکا د ولسمشربارک اوباما په اجازه د پاکستان د خاورې دننه د افغانستان پولي ته څېرمه ترسره شوی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د ملامنصور وژنه به د طالبانو د هغو ډلو لپاره نوی فرصت وي چې له جنګ او وینې تویولو لاس اخلي او د سولې له پروسې سره یوځای کیږي.​

له ارګ ماڼۍ څخه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ملامنصور احتمالي وژل د طالبانو د هغو ډلو لپاره نوی فرصت دی چې له جنګ او وینې تویولو لاس اخلي او د سولې له پروسې سره یوځای کیږي.

له ارګ ماڼۍ څخه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ملامنصور احتمالي وژل د طالبانو د هغو ډلو لپاره نوی فرصت دی
له ارګ ماڼۍ څخه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ملامنصور احتمالي وژل د طالبانو د هغو ډلو لپاره نوی فرصت دی

تر اوسه د طالبانو رسمي ویاندویانو د ملامنصور د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو یوه قومندان ملا عبدالروف اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته د منصور وژنه تائید کړې ده.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي چې له حزب اسلامي سره هم د سولې داسې موافقه وروستۍ شوې چې له کومې معاملې پرته ملي ګټې په کې نغښتې دي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره له زیات وخت د سولې خبرې روانې دي چې پایلو ته هم نږدې شوي یو، زه ډاډ ورکوم هغه ژمنې چې موږ له خلکو سره د اساسي قانون په چوکاټ کې کړې د هغه په تناقض کې به هیچا ته امتیازات ورنه کړل شي."

افغان حکومت د څلور اړخیزو غونډو بحثونو د سولې خبرو ته هیله من کړی و، خو د سولې له خبرو د طالبانو انکار او په کابل کې د حمل د ۳۱ نیټې خونړۍ حملې د طالبانو پر وړاندې د حکومت دریځ جدي کړ.

هغه مهال حکومت وویل چې پاکستان او د څلور اړخیزو غونډو نور ښکیل هیوادونه باید له ژمنو سره سم له پوځي لارې پر طالبانو فشار راوړي.

دا چې د ملا منصور وژل به ريښتیا هم د امریکا او پاکستان د هغو ژمنو یوه برخه وي چې په څلور اړخیزو غونډو کې یې کړي او که نه؟ او ایا له دې سره به د سولې په وړاندې د طالبانو په دریځ کې بدلون راشي ؟ هغه پوښتنې دي چې وروسته به ځواب شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG