د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

عبدالله:د ملا منصور وژنه به د طالبانو په رهبرۍ کې یو لوی بدلون وي


د افغان حکومت اجراییه ریس عبدالله عبدالله وايي که ملا منصور وژل شوی وي دا به د طالبانو په رهبرۍ کې یو لوی بدلون وي.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن د افغانستان د وزیرانو شورا په غونډه کې وکړې.

د امریکا دفاع وزارت پرون ناوخته خبر ورکړ چې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د افغان طالبانو مشر ملااختر محمد منصور احتمالا وژل شوی دی.

لویدیځ اژانسونه خبر ورکوي چې دا برید د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په اجازه د پاکستان د خاورې دننه د افغانستان پولي ته څېرمه ترسره شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG