د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

ټاکل شوې د مې په ۲۳مه د چاه بهار بندر موافقه لاسلیک شي


ټاکل شوې ده افغانستان، هندوستان او ايران د مې په درويشتمه د چا بهار بندر او ترانسپورتي ترانزي لارې په اړه موافقه لاسلیک کړي.

له دغې موافقې سره به افغانستان به اړ نه وي چې له هندوستان سره د سوداګرۍ لپاره له پاکستانه تېر شي او همداراز به د منځنۍ اسيا هيوادونو بازارونو ته لاسرسی ومومي.

ټاکل شوې ده افغانستان، هندوستان او ايران په راتلونکې دوشنبې يا د مې په درويشتمه د چا بهار بندر او ترانسپورتي ترانزيت لارې په اړه موافقه لاسليک کړي.

موافقه به د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د هندوستان د صداعظم ناریندر مودي او د ايران د ولسمشر حسن روحاني له خوا لاسليک شي.

د ايران د بلوچستان په سيستان کې د چا بهار بندر او ترانسپورتي ترانزيت لارې له جوړېدو سره به افغانستان وکولای شي له هندوستان سره پرته تر پاکستان تېرېدو سوداګري وکړي او همداراز به د منځنۍ اسيا هيوادونو بازارو ته لاسرسی ومومي.

د چا بهار بندر د جوړېدو په اړه افغانستان، هندوستان او ایران له ۲۰۰۳میلادي کال راهيسي خبرې پيل کړي وې خو دغې پروژې په دې وروستيو کې پرمختګ وکړ.

هندوستان ته د افغانستان سفير شيدا ابدالي د دغې پروژې د ځينو ګټو په اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې داسي وويل:

"له دې لاسليک سره به سم د افغانستان تجاران او همداسي د هندوستان او ايران تجاران وکولای شي د خپلو هيوادونو تر منځ د تجارت لړۍ پيل کړي."

د افغان ولسمشر د وياند مرستيال شاه حسېن مرتضوي ازادي راډيو ته وويل چې افغانستان به هم د چا بهار بندر په جوړولو کې برخه اخلي او پانګونه به کوي دی وايي:

"دا بندر افغانستان ته له نږدې بندرونو څخه دی دې حقيقت ته په کتو سره چې افغانستان د صادراتو او وارداتو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دی، نورې لارې مرسته کوي چې افغانستان په هر ډول شرايطو کې د صادراتو او وارداتو په برخه کې خپل کار ته ادامه ورکړي."

تېره مياشت په نوي ډلي کې د یوې غونډې پر مهال د افغانستان، هندوستان او ايران استازو د موافقې متن نهايي کړ. دوی د يوې فرعي کميټې جوړولو په اړه هم موافقه وکړه چې ترانزيت، بندر او ګمرک ته په شپږو مياشتو کې دننه یو چوکاټ جوړ کړي.

د راپورنو له مخې، پاکستان اندېښنه لري چې چابهار بندر به په ناکراره بلوچستان سیمه کې د چين په مرسته د ګوادر بندر پر جوړېدو اغېز وکړي.

د هندوستان ټايمز ورځپاڼې د راپور له مخې، افغان حکومت ايران او هندوستان ته دا هم ويلي چې د زرنج او دلارام پر لويه لاره د سخت دريځو د حملو احتمال شته. دغه لاره د هندوستان په مرسته جوړیږي چې له چا بهار سره وصل شي.

XS
SM
MD
LG