د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

د کوکنارو د حاصلاتو ټولولو پر وخت ولې جګړې ارامې وي؟


تېره مياشت په ارزګان کې سلګونو کروندګرو مزدورانو د کوکنارو حاصلات ټول کړل.

د راپورونو له مخې، د حاصلاتو پر وخت جګړه ارامه شي ځکه ډېری مزدوران د طالبانو په لیکو کې جګړه کوي او د حاصلاتو پر مهال له جګړې لېري د حاصلاتو په ټولولو بوخت شي.

د جرايمو او مخدره موادو پر ضد د ملګرو ملتونو دفتر يو اين او ډي سي وايي، په تېرو کلونو کې د کوکنارو په کر کې کموالی د وچکالي له کبله وو، د کوکنارو له بېخه ايستلو د کمپاين له کبله نه وو.

د ارزګان په ناقل سيمه کې تېره مياشت سلګونو کروندګر د کال تر ټولو ګټور فصل ته راټول شوي وو.

د کوکنارو د حاصلاتو پر وخت جګړه ارامه شي
د کوکنارو د حاصلاتو پر وخت جګړه ارامه شي

​افضل محمد چې له کندهاره ارزګان ته تللی وو، د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې دا یوازينی وخت دی چې څوک پيسې وګټي.

ده ويلي چې دلته خلک پنځلس ورځې کار کوي او نور ټول کال بې کاره وي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، خلک خوښي څرګندوي چې کوکنار د بې کارۍ او خراب اقتصاد په حالت کې د تکيې په مانا دي.

افغانستان د نړۍ تر ټولو لوی د مخدره موادو توليدوونکی هېواد دی.

په ۲۰۱۴میلادي کال کې د کوکنارو کر له ۲۰۰۲میلادي کال راهيسي تر ټولو زيات شوی وو او دا هغه کال وو چې ناټو ځواکونو په رسمي توګه خپل پوځي ماموريت پای ته ورساوه.

د کوکنارو کر له ۲۰۰۲ کال راهيسي تر ټولو زيات شوی
د کوکنارو کر له ۲۰۰۲ کال راهيسي تر ټولو زيات شوی

تېر کال د کوکنارو په کر کې د پام وړ کموالی راغلی وو خو د جرايمو او مخدره موادو پر ضد د ملګرو ملتونو د دفتر د معلوماتو له مخې، د حاصلاتو کموالی د وچکالي له کبله وو، نه د کر له بېخه ايستلو د کمپاین له کبله.

څارونکي وايي، د تېر کال د کوکنارو په کر کې کموالي سږ کال د کر په زياتوالي کې رول لوبولی دی.

د کوکنارو د حاصلاتو ټولولو پر مهال جګړې ارامې شي، له دې څرګنديږي چې طالبان د کوکنارو د ۳ میليارډه ډالرو په کاروبار کې څومره دخيل دي او داسي باور کېږي د کوکنارو کاروبار د حکومت پر وړاندې د طالبانو د جګړې تر ټولو لویه تمويلوونکې وسيله ده.

روانه میاشت په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند چارلس کليفلند خبريالانو ته وويل، کله چې د کوکنارو د حاصلاتو وخت پای ته ورسېږي، پر افغان ځواکونو د طالبانو د حملو هڅې زیاتې شي.

ده زياته کړه داسي اندېښنه شته چې طالبان به د کوکنارو هغه حاصلات چې سږ کال يې لاسته راوړل، د خپلو سخت دريځو فعاليتونو لپاره په پيسو بدل کړي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکوي چې کوکنار په سپينه ورځ د ارزګان په مرکز ترين کوټ کې کرل کېږي خو د ارزګان والي محمد نذير خروټي فرانسې خبري اژانس ته ويلي:

"موږ د جګړې په حال کې یو، په زوره د کوکنارو د کروندو اړول به اقتصادي ستونزې رامنځته کړي او د طالبانو لپاره به د خلکو خواخوږي زياته شي او له همدې کبله به خلک دوی ته په خپلو کورو کې ځای ورکړي."

په ناقل کې يوه قبایلي مشر عبدالباري توخي فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې نړۍ وايي که کوکنار نه وي، جګړه به نه وي، خو موږ وايو، که کوکنار نه وي، د خلکو پر دسترخوان به ډوډۍ نه وي.

ه کوکنار نه وي، جګړه به نه وي
ه کوکنار نه وي، جګړه به نه وي

د ځايي اوسېدونکو په وينا، په ناقل کې د کوکنارو حاصلات ټولوونکي مزدوران ډېری طالبان وو.

يوه اوسېدونکي فرانسې خبري اژانس ته ويلي، طالبانو لويه لاره بنده کړې ده خو لاره یوازې د حکومتي کسانو لپاره تړلې ده، طالبان په ازاده توګه تګ راتګ پر کوي او په دغه ځای کې د کوکنارو حاصلات ټولوي.

XS
SM
MD
LG