د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

د سرپل عام خلک: د جنرال دوستم له ملېشو پوزې ته راغلي یو


د سرپل ولایت خلک جنرال دوستم ته د اړوند ملیشو او وسله والو ځواکونو له ظلم او ستمه په تنګ راغلي او غواړي چې دولتي چارواکو ته خپل غږ ورسوي.

د سرپل ولایت د سید اباد، منګوټي، امام صاحب جعفر او کله ګیان سیمو اوسېدونکي شکایت لري چې جنرال دوستم ته اړوند ځواکونه او محلي پاڅون کوونکي(ملیشې) د دوی پر سیمو ورغلي او سربېره پردې چې ښځې، ماشومان او سپین ږیري یې وهلي او ټکولي، ګڼ شمېر نور یې د شخصي خصومتونو له وجهې زنداني کړي هم دي.

د یادو پېښو یوه زیانمن صالح محمد وايي:

"موږ هېڅ ګناه نه لرو، جرم دې ثابت کړي بیا دې موږ تیر باران کړي، په غیر صورت کې ولې زموږ د زنانه، ماشومانو او کور پر وړاندې دا بې تربیه ګي او بد عمل ترسره کیږي.؟که حکومت نشته، نو بیا موږ بل ځای ولاړ شو او بل هېواد ته پناه ویسو، کنه ولې دا عمل زموږ په وړاندې ترسره کیږي، ایا مسلماني همداسې وي؟"

دوی وايي چې جنرال دوستم ته اړوند سرتیري او ملیشو له ټانګونو او توپونو سره د دوی پر سیمه ورغلل، د دوی پر ښځو یې ټکونه وکړل او په وړاندې یې خشونت ترسره کړ.

دوی وايي چې جنرال دوستم ته اړوند سرتیري او ملیشو له ټانګونو او توپونو سره د دوی پر سیمه ورغلل
دوی وايي چې جنرال دوستم ته اړوند سرتیري او ملیشو له ټانګونو او توپونو سره د دوی پر سیمه ورغلل

هغه زیاته کړه:

"ورونو ولې له موږ سره داسې عمل ترسره کیږي ان زموږ د ښځو پرسرونو ضربې وهي او ولې داسې کار کوي، په کوم دلیل او زموږ ګناه څه شی ده؟ موږ دې ملامت وباسي او بیا دې زموږ غاړه او د دوی چاړه."

د سرپل اوسېدونکي ادعا کوي چې د جنرال دوستم قومندانان ډېرو کسانو ته وسله وېشلې ده او دوی یې د ملي پاڅون کوونکو او ملیشو په لیکو کې جذب کړي دي چې دا کسان د طالب پر ځای عام خلکو ته زیانونه رسوي.

دوی له حکومته وغوښتل چې د یادو عملیات د پایلو څېړلو لپاره یو باصلاحیته پلاوی وټاکي.

د سرپل د سید اباد اوسېدونکی خان محمد یې په اړه وايي:

"که ولسمشر صاحب د دې عملیاتو امر ورکړی دی، خو پر طالبانو یې ورکړی دی، پر عام ولس خو به یې د عملیاتو امر نه وي ورکړی. که پر عام ولس یې د عملیاتو امر کړی نو دا د دولت چاړه او دا هم زموږ غاړې، خو په غېرصورت کې جنرال دوستم او دولت باید دا ستونزې ته رسیدګي وکړي."

دوی وايي چې په ټاکنو کې یې ګډون کړی دی او د جنرال دوستم په ملاتړ یې اوسني ولسمشر ته رایه هم ورکړې ده، په دې هیله چې سیمو ته یې سوله راشي، خو برعکس همدا دولتي واکمنان د دوی په وړاندې ظلم او ستم ترسره کوي.

متضررین ګواښ کوي که دولت یې ستونزو ته رسیدګي ونه کړي او له ظلمه لاس په سر نه شي، دوی به وسلې په اوږه واچوي او د دولت پر ضد به اقدام وکړي.

جنرال دوستم ته د مربوطه ځواکونو له خوا رامنځته شوې ستونزه مو د سرپل ولایتي شورا سره شریکه کړه.

د دې شورا غړي وايي چې په یادو سیمو کې د جنرال دوستم ځواکونو له خوا عملیات ترسره شوي دي، خو د خلکو په وړاندې د زور زیاتي په اړه ورته شکایت نه دی رسېدلی.

د دې شورا یو غړی حسین مجاهد زاده داسې وايي:

"موږ په جریان کې نه یو او خلکو هم موږ ته ستونزه نه ده شریکه کړې، خو په یادو شوېو سیمو کې عملیات دوام لري."

د سرپل امنیتي چارواکي هم د یادې ستونزې په تایید سره وايي چې جنرال دوستم ته اړوند ځواکونه او محلي پاڅون کوونکي ان ملي پولیس ګواښي او په زور د هغوي امنیتي پوستې او قرار ګاوې تصرف کوي.

د سرپل د لوېو لارو پولیسو مشر ضیا الحق یې په اړه وايي:

"همدا اوس جنرال دوستم خپل ځواکونه زما قرارګاه ته راستولي دي او وايي، دا قرارګاه چې د دولت په مصرف جوړه شوې باید تخلیه کړه او اربکیانو ته یې وسپارم."

په همدې حال کې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبد الرشید دوستم ویاند بشیر احمد تینج د یادو ادعاو په ردولو سره وايي، که داسې کومه ستونزه د جنرال دوستم د ځواکونو له خوا رامنځته شوې وي، دوی به هڅه وکړي چې ډېر ژر حل شي.

هغه زیاته کړه:

"موږ د دې طرافداره یو او هڅه کوو چې خلکو ته ارامتیا رامنځته کړو، که چېرې داسې کومه پېښه وي او د هغوی ادعاوې صادقانه وي، داسې کیږي چې دولتي اداراتو له خوا ورته رسیدګي وشي او موږ هم حاضر یو چې یاده ستونزه حل کړي، خو موږ ته په دې اړه شکایت نه دی شوی."

د یادولو ده، دا لومړی ځل نه دی چې جنرال دوستم پورې اړوند وسله والو په وړاندې د عملیات پر مهال داسې ادعاوې ترسره کیږي، بلکې تر دې دمخه په فاریاب کې هم دې ته ورته ادعاوې شوي دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG