د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

د فاریاب یوشمېر اوسېدونکي وايي دوستم پورې تړلي وسله والو پرې تېری کړی


د فاریاب ولایت ځینې اوسیدونکي وايي چې له عبدالرشید دوستم پورې تړلي وسله وال سربېره د خلکو په ځورولو؛ کورونه هم تالا کوي.

که څه هم د فاریاب ولایت په ځینو ناامنو سیمو کې؛ د جمهور ريیس د لومړي مرستیال په مشرۍ عملیات روان دي؛ خو ځینې خلک شکایت کوي چې جنرال دوستم پورې مربوط وسله وال په سیمه کې خلک ځوروي او کورونه یې تالا کوي.

دوی د یکشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل؛ دا وسله وال له عملیاتو وروسته، په وهلو وهلو له خلکو پیسې اخلي.

د دې ولایت یوه اوسیدونکي چې خپل نوم یې یاد نه کړ؛ داسې وویل:

((د قیصار په ولسوالۍ کې چې د دوستم اوسني عملیات پیل شوي؛ د شاخ، خواجه کندو، غوجغر او داسې نورو کلیو کې خلک تالا شوي او عزت یې له مینځه تللی دی.

د دوستم دوه زره ملیشې اوسمهال په فاریاب کې دي. دا دوستم پخواني قوماندانان دي.))

دې ولایت ځینو اوسیدونکو دا هم وویل؛ د دوستم ملیشې په ځینو سیمو د خلکو پر کورونو ورغلي او په ښځو يې تیری هم کړی دی.
ی وایي، د همدې ظلمونه له لاسه ډېرو کورنیو خپلې سیمې پرې ایښي دي.

د سیمې یوه بل اوسیدونکي وویل:

((دوستم چې په هرې لور له عملیاتو ستنیږي؛ اربکیان کلي تالا کوي، مسلمانان وهي او په کورونو کې بې ناموسي کوي. د لته ویره او وحشت خپور دی.))

د راپورونو له مخې دې خلکو جمهور ريیس اشرف غني ته یو لیک هم وراستولی او شکایت یې کړی چې د دوستم وسله والو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په لیک کې داهم ویل شوي چې د د وستم څلورو پخوانیو قوماندانانو دوه زره کسان وسله وال کړي؛ په موتر سایکلونو ګرځي او خلک ځوروي.

ی په لیک کې له جمهور ريیس څخه غوښتي چې د دوی پر شکایتونو غور وکړي.

په عین وخت کې د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي دغه ادعا ګانې ردوي او وايي چې دا د طالبانو د پلویانو توطئې دي.

د فاریاب د ولایتي شورا ريیس سید عبدالباقي هاشمي په دې اړه ازادي رادیو ته وویل چې جنرال دوستم ملېشې نه لري:

((دا راپورونه چې تاسې ته رسیدلي، موږ نه دي لیدلي چې د چا پرناموس تیری شوی؛ زه دا ادعاګانې ردوم، دوستم ملیشې نه لري، دا سیمه ییز پولیس دي چې د طالبانو له ظلمونو راتښتیدلي او وسلې یې اخیستي دي.

دا د طالبانو توطئې دي او غواړي چې دا عملیات وځنډیږي.))

پخوا تردې هم د یادې سیمو ځینو اوسیدونکو په دې اړه ازادي راډیو ته شکایتونه کړي وو.

خوجنرال دوستم وايي، په فاریاب ولایت کې د عملیاتو هدف، له طالبانو څخه د دې ولایت پاکول دي.

راپورونه وايي، په دې عملیاتو کې مخالفینو ته درانه زیانونه اوښتې دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG