د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

لوګر کې د بهرنیو جنګیالیو د حضور په اړه اندېښنې


د لوګر په يو شمېر ولسواليو کې د بهرنيو جنګياليو د حضور خبره کېږي او د ولايتي ادارې چارواکي هم دا مني چې په ځینو سيمو کې بهرني جنګيالي موجود دي.

د لوګر د ولایتي شورا غړي وايي چې د یاد ولایت په ځينو سیمو کې کې بهرني جنګيالي ليدل شوي، خو یاد بهرني جنګيالي يوې ډلې ته منسوب نه ګڼي.

د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل ازادي راډيو ته وويل چې په لوګر کې جنګېدونکي بهرني جنګيالي په بېلابېلو هېوادونو پورې تړلي کسان دي.

د ده په خبره، د ياد ولايت ستراتيژيک موقعيت ته په کتو د دغو جنګياليو حضور زيات شوی دی او غواړي له دې لارې په مرکز کابل تهديدونه زيات کړي:

"لوګر خپل ستراتيژيک موقعيت ته په کتو چې په کابل تاثير ګزاره ده خاريجي کړۍ او طالبان چې په افغانستان کې جنګېږي، القاعده او داعش او نورې کړۍ دا ټول په کې فعال شوي او ليدل کېږي او نفوذ هم لري او تاثير ګزاره دي."

نوموړی وايي، ځينې خطرونه په لوګر کې لیدل شوي دي او خلک اندېښنه لري، که حکومت مخالفې ډلې په لوګر کې په نښه نه کړي، ښايي ولايتي او مرکزي اداره اغېزمنه کړي.

د ده په خبره، حکومت ته پکار دي اطرافي سيمې تر زيات امنيتي پوښښ لاندې راولي او شته امنيتي ننګونې يا په بشپړ ډول له منځه يوسي او يا هم نسبتاً امنيتي تهديدونه کم کړي.

هغه زیاته کړه

"خاصتاً عربان، چچنايان ازبک او نور جنګيږي، دا کسان چې دي خطرناک خلک دي، په ازره کې پخواني طالب قوماندان سعد امارتي په مشرۍ چې پخوا يې له بهرنيو جنګياليو سره يې روابط نږدې وو، د ده په مشرۍ د داعش په ليکو کې جنګېږي او له دې تشويش لرو چې داعش او نورې ډلې په دې سيمو کې سر جګ نه کړي او که يې جګ کړي بيا به نو هم ولسونو ته او هم مرکزي ادارې ته خطر پېښ کړي او هم به خطرناک عواقب ولري."

د لوګر ولايتي چارواکي هم دا مني چې په ولايت کې يې بهرنيو جنګياليو حضور پيدا کړی دی، خو دا نه مني چې د هغوی فعاليتونه دې د ډېرې اندېښنې وړ وي، د لوګر والي محمد حليم فدايي زیاته کړه:

"زموږ هم لومړني او ابتدايي معلومات دا وايي چې په کم تعداد په ځينو ځايونو کې بهرني وسله وال جنګيالي، لکه عرب، چيچنايان، پاکستاني او نور جنګېږي او موږ داسې راپورونه لرو، خو په لاس سقه والي باندې يې کار روان دی."

دی دا هم وايي، په دې وروستيو کې يې د بهرنيو جنګيالو په خلاف په ډېرو لرو پرتو سيمو کې عمليات کړي چې په عملياتو کې يې ډېر زيان ور رسولی دی، يوځل بيا فدايي:

"دوه اوونۍ پخوا زموږ امنيتي ځواکونو په خروار کې عمليات وکړل تاسو وليدل چې نهه تنه يې ووژل او اکثريت يې بهرنيان وو او د دوی کورنۍ وې، تر ډېره بريده چچنايان دلته حضور لري او اکثره چې زموږ کشفي راپورنه څرګندوي، دلته چچنايان زيات دي."

د والي په خبره، لوګر ولايتي ملکي او نظامي اداره د خپلې اداري همغږۍ پر اساس غواړي د بهرنيو جنګياليو پر ضد په بېلابېلو وختونو کې منظم پلانونه پلي کړي چې په دې سره به لوګر او کابل دواړه ښه او ډاډمن امنيت ولري او په خبره يې بهرني جنګيالي به وځپل شي.

وسله وال طالبان دا نه مني چې د دوی په ليکو کې دې بهرني جنګيالي موجود وي، دوی دا وايي، په ټولو هغو سيمو کې چې دوی جنګېږي اکثريت طالبان يې د هغو سيمو اوسېدونکي دي.

په لوګر کې د بهرنيو جنګياليو د شتون خبره په داسې حال کې مطرح کېږي چې دوه اوونۍ وړاندې د لوګر ولايت په دوو، جلا جلا سيمو کې افغان ځواکونو عملیات وکړل او يو شمېر بهرنيان يې ووژل.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG