د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

داعش په لوګر کې د اډې په جوړولو سره مرکز ګواښول غواړي


د لوګر د ولایتي شورا ځیني غړي د دې ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د داعش د ډلې پر موجودیت او خوځښتونو اندېښنه ښيي.

د دې شورا غړي وايي، د داعش ډله هڅه کوي چې په ارزې ولسوالۍ کې د یو مرکز په جوړولو سره سیمه بې ثباته کړي.

د لوګر د ولایتي شورا ځیني غړي وايي، د داعش ډله هڅه کوي چې د دې ولایت په ارزې ولسوالۍ کې یو مرکز ولري.

د دې شورا غړي عبدالولي وکیل ازادي راډیو ته وویل، د داعش ډله له ژمي راهیسې دغې ولسوالۍ ته تګ راتګ کوي.

د لوګر د ولایتي شورا غړي عبدالولي وکیل
د لوګر د ولایتي شورا غړي عبدالولي وکیل

ښاغلی وکیل په سیمه کې د دې ډلې موجودیت حکومت ته یو ګواښ ګڼي:

"داعشیان غواړي د ننګرهار د اچین او شینوارو په بدیل کې ازرې ته راشي، په ژمي کې یې کسان رالیږلي وو، مهمې تقطې یې کوردینات کړي.په پسرلي کې د سپاند په کڅ کې توربیرغ لیدل شوی او په امان کوټونو کې هم د دوی په اړه ویل شوي دا نقطه کابل ګواښلی شي. له حکومته هیله ده چې ژر تر ژره دې د خاک جبار او ازرې ترمنځ سړک خلاص کړي."

تېرکال هم ځینو وسله والو چې ځانونه یې د داعش د ډلې پلویان ګڼل، د دې ولایت د څرخ په ولسوالۍ کې ګډوډي جوړه کړې وه او خلک یې اندیښمن کړي وو.

دې کسانو چې د داعش تور بیرغونه یې له ځانونو سره لیږدول، په یاده ولسوالۍ کې یې یو زیارت هم سوځولی او د خلکو په کورونو کې یې تلویزیونونه او داسې نور لوازم مات کړي وو.

د لوګر ولایت د کابل د جنوب په ۶۰ کیلومترۍ کې پروت دی چې ځتیځ لورته د ننګرهار له ولایت سره نښلي او همدارنګه د خېبرپښتونخوا د پاړا چنار سره هم ګډه پوله لري.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي، د داعش ډلې په ټول افغانستان کې ماته خوړلې او په یوه سیمه کې به هم پاتې نه شي:

"داعش غوښتل چې په افغانستان کې خوځښتونه ولري خو د دوی کړنې د افغانستان د کلتور او ارزښتونو سره سمې نه دي، د افغانستان خلک داعش نه غواړي. دې ډلې په ننګرهار، هلمند، فراه، زابل، ارزګان او نورستان کې ماته وخوړه.په ځینو سیمو کې به وي خو داسې نه ده چې حکومت ته دې لویه ستونزه جوړه کړي."

د لوګر ولایت امنیتي مسوولین وايي، د دې ولایت په ازرې ولسوالۍ کې اکثره جنګیالي، بهرني دي.

د دې ولایت امنیه قوماندان داود احمدي د چهارشنبې په ورځ له ازادي رادیو سره په خبرو کې په ازرې ولسوالۍ کې د داعش د ډلې د موجودیت په اړه څه ونه ویل خو دا یې وویل چې مخالفینو څو ځلي په سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د لوګر ولایت امنیه قوماندان داود احمدي
د لوګر ولایت امنیه قوماندان داود احمدي

ښاغلي احمدي زیاته کړه:

"زه تاییدوم چې د دښمن تحرکات په ازرې ولسوالۍ کې شته خو دا په دې معنی نه دي چې زموږ دفاعي ځواکونو د دوی پر وړاندې میړانه نه ده ښودلې، هرې حملې ته یې متقابل ځواب ورکړل شوی او تلفات یې ور اړولي دي. ساحه سرحدي او ډیره پراخه ده، تحرکات په کې شته. خو ډاډ درکوم چې ازره کې غښتلي ځواک موجود دي."

د امینتي مسوولینو د معلوماتو له مخې، د داعش ډله د هېواد د نورو سیمو په نسبت په ننګرهار ولایت کې زیاته لیدل شوې، خو فعالیتونه یې په کلکه شنډ شوي دي.

پخوا تردې جمهوررییس اشرف غني او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ د ماموریت ویاند چارلز کلیفلند هم ویلي چې داعش ډله په افغانستان کې له ماتې سره مخ ده .

کارپوهان هم وایي، د داعش ډله د افغانستان د ثبات لپاره یو عمده ګواښ دی.

د دې کارپوهانو له ډلې صدیق ساحل وايي، امنیتي ځواکونو ته پکارده چې د دې ډلې پروړاندې جدي او پروخت عمل وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG