د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

اشرف غني:د نشه یي توکو ډیری پيسې اروپايي هېوادو ته ځي


ولسمشر محمد اشرف غني د اداري فساد پر وړاندي په لندن کې په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ.

د لندن په کنفرانس کې د افغانستان، نايجريا او کولمبیا د ولسمشرانو په شمول د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او د نړۍ ګڼ شمېر مشران ګډون کوي.

افغان ولسمشر وايي: د فساد پر وړاندې په پرمختيايي هېوادونو لکه افغانستان کې د نړيوالو همکارۍ ته هم اړتيا شته ځکه چې د افغانستان د مخدره موادو لوی شمېر پيسې اروپايي هېوادونو ته ځي.

ده وويل چې د فساد د مخنيوي لپاره په فساد ککړ لوړ پوړي کسان باید محاکمه شي څو دغه مبارزه ښې پايلې ولري.

بانکونه، د مدني ټولنې ادارې او د پيسو نړيوال بانک هم په دغه غونډه کې ګډون کوي.

دغه هېوادونه او ادارې هڅې کوي چې د نړۍ پر کچه د فساد پر ضد مبارزه وکړي.

ولسمشر غني په دغه کنفرانس کې د خبرو پر مهال وويل:

"فساد د سياسي تاوتريخوالي لامل دی. موږ باید اصلي ستونزه په ګوته کړو. دوهمه مسئله د باور ده. زه ډېر خوشاله يم چې د پيسو نړيوال صندوق له موږ سره همکاري کوي ځکه چې د دوی شرطونه روښانه دي او د ارزيابي باوري سيسټم لري. زه د څارنې د سیسټم ملاتړ کووم. درېيمه مسئله د پوليسو له خوا د پلټنې، څارلو او سزا ورکولو ده. په پرمختیايي هېوادونو کې خلک له فساده بې زاره دي. تر هغه وخته چې موږ لوړ پوړي کسان له فساده ونه ګرځوو، هڅې به بې نتيجې وي."

ولسمشر غني زياته کړه چې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه باید د نوي حکومت له راتګ سره هېره نه شي.

ده وويل چې که په فساد ککړو کسانو ته سزا ورکړل شي، دا به تر هغو پلانونو ډېر اغېز ولري چې د عملي کولو لپاره جوړېږي او وروسته له بې اعتبارۍ سره مخامخ کيږي.

ولسمشر وويل: د پرمختيا په حال کې هېوادونو لکه افغانستان کې د نړيوالو همکارۍ ته هم اړتيا شته ځکه چې د افغانستان د مخدره موادو لوی شمېر پيسې اروپايي هېوادونو ته ځي.

ولسمشر وايي:

"د یو. اېن.او. ډي. سي د اټکل له مخې، د مخدره موادو له پنځه سوه میلیارده ډالرو څخه چې په تېره لسيزه کې د افغانستان له مخدره موادو لاس ته راغلي، ۴۸۰ مليارده ډالر يې اروپا ته تللي او دا مسئله له قانوني لارې نه ده تعقيب شوې."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په لندن کې له اداري فساد سره د مبارزې نړیوالې ناستې په څنډه کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر جان کري سره وکتل.

دواړو لورېو د افغانستان او سیمې د امنیتي وضعیت او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او یو ځل بیا یې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات پر تامين او د تروریستي شبکو پر ضد په جدي مبارزه ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG