د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

الکوزی: د تورخم دروازې پر تړلو افغان اقتصاد ته زیان اوړي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مسوولان وايي، د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله هره ورځ د افغانستان اقتصاد ته لس میلیونه ‌ډالره زیان اوړي.

د دغه خونې مرستیال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که دغه لاره ژر خلاصه نه شي له تورخمه اخوا د افغان سوداګرو د زرګونو موټرو خوراکي مواد به چې دا مهال بند پاتې ده له منځه ولاړ شي.

پاکستاني لوري له تېرو درېیو ورځو راهیسې د تورخم دروازه د مسافرو او بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.

د تورخم دروازې د تړل کېدو له کبله افغانانو ته نه یوازې په اجتماعي بلکې له اقتصادي اړخه هم زیانونه اوښتې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د تورخم د تړل کېدو له کبله د دغې دروازې دواړو غاړو ته پر خوراکي توکو بار د افغان سوداګرو زرګونه موټر بند پاتې دي.

ددغې خونې مرستیال خان جان الکوزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د تورخم د تړل کېدو له کبله هره ورځ د افغانستان اقتصاد ته په میلیونو ډالر زیان اوړي.

خان جان الکوزي
خان جان الکوزي

ښاغلی الکوزی ګواښ کوي چې که حکومت دغه ستونزه ژر تر ژره حل نه کړي د اجتماعي ستونزو ترڅنګ به افغان سوداګرو ته دروند مالي زیان ورسیږي.

دی وايي:

"د چرګانو غوښې دي، همدا راز هګۍ دي او هغه مالونه دي چې هغه خرابیږي په زرونو موټر دواړو خواوو ته ولاړ دي دا یو ډېر لوی اقتصادي زیان دی او زه فکر کوم هره ورځ د افغانستان اقتصاد ته ضرر رسیږي."

د ډیورنډ پر کرښه د تورخم دروازه له درېیو ورځو راهیسې د پاکستان امنیتي مسولينو له خوا د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

افغان چارواکي وايي، پاکستاني لوري غوښتل په سیمه کې د قانون خلاف ځیني تاسیسات جوړ کړي چې دوی یې مخه ونیوله او پاکستاني لوري یې هم په غبرګون کې د تورخم دروازه تړلې ده.

پاکستان له دې مخکې هم په وار-وار د تورخم دروازه د څو ورځو لپاره تړلې ده.

په ورته وخت کې د حقوقي چارو کارپوه اجمل هوډمن وايي، د ډیورنډ پر کرښه د تورخم دروازې دواړه خواوو ته ولسونه له پخوا څخه خپلو کې تګ را تګ کوي او له حقوقي اړخه څوک د دغې دروازې د تړلو حق نه لري.

د حقوقي چارو کارپوه اجمل هوډمن
د حقوقي چارو کارپوه اجمل هوډمن

ښاغلی هوډمن وايي، که څه هم په تورخم دروازه کې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره اقدامات ضروري دي خو نه افغان حکومت او نه هم د پاکستان حکومت د یادې دروازې د تړلو حق لري.

ښاغلی هوډمن وايي:

"د خلکو ترمنځ دغه حاکم عرف او تعامل چې دی د هغه په اساس دغه دروازه باید خلاصه وي، د احتمالي امنیتي ستونزو د پېښېدو لپاره باید تدابیر ونیول شي خو په مطلق ډول باندې د دروازې تړل د هیچا په ګټه نه تمامیږي."

د رسمې شمېرو له مخې افغانستان دا مهال له نیمايي زیات خوراکي او نور ضروري توکي د هېواد له ختیځې دروازې یعنې تورخمه واردوي او هره ورځ له زرو نیولې تر یو زرو پنځه سوه موټر چې سوداګریز توکي لیږدوي پر دغه دروازه تګ راتګ کوي.

اجمل هوډمن وايي، که افغان حکومت په اساسي توګه دغه ستونزه حل نه کړي پاکستان به تل له دغې دروازې پر افغانستان د فشار په توګه کار واخلي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت نظرهم واخلو خو هغوي په دې اړه څه نه ویل.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG