د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

د کاسا زر د پروژې پلي کېدل او افغانستان ته یې ګټې


د افغانستان حکومت وایي، کاسا زر پروژه د افغانستان لپاره له سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړخه ځانګړی ارزښت لري.

د اجراییه رییس یوه ویاند جاوید فیصل له تاجکستانه ازادي راډیو ته وویل چې کاسا زر پروژه نن د پنجشنبې په سهار رسماً پرانیستل شوه.

بلاخره د کاسا زر مهمه اقتصادي پروژه چې د حکومت په وینا په سیمه کې د افغانستان ستراتیژيک موقعیت ثابتوي، نن رسماً پرانیستل شوه.

د اجراییه ریاست یوه ویاند جاوید فیصل ازادي راډيو ته وویل چې کاسا زر پروژه له افغانستان سره د اقتصادي ګټو تر څنګ د امنیت په ټینګښټ کې هم مرسته کوي.

د اجراییه ریاست یو ویاند جاوید فیصل
د اجراییه ریاست یو ویاند جاوید فیصل

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"هره هغه پروژه چې له افغانستانه تیریږي په هغه کې مو سیمه ییز شریکان هم د افغانستان د هڅو ملاتړ کوي ترڅو د پروژې تطبیق له هېڅ ډول خنډ سره مخ نه شي. تر څنګ یې د افغانستان ستراتیژيک موقعیت چې په سیمه کې یې لري، هغه لا تثبیتیږي."

له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د بریښنا د لیږد پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې چې د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې جوړ شوي و، د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله ګډون کړی و.

کاسا زر پروژه یو اعشاریه اولس میلیارد ډالر لښګت لري او د منځنۍ آسیا ۱۳۰۰ میګا واټه بریښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لیږدوي.

په دغه پروژه کې څلورهېوادونه قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان شامل دي.

دغه پروژه د افغانستان په خاوره کې له ۶ مرکزي او ختیځو ولایتونو او ۲۳ ولسوالیو تیریږي چې په عملي کېدو سره به یې د یادو سیمو اوسیدونکي هم له بریښنا برخمن شي.

د دې ترڅنګ ټاکل شوې د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا یو بل مزی هم له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته وغځول شي.

د سیاسي او اقتصادي چارو کارپوهان د کاسا زر په څېر پروژې د افغانستان لپاره مهمې بولي او وایي چې دغه پروژې به په سیمه کې لا زیات مشارکت ته زمینه برابره کړي.

د سیاسي چارو کارپوه حاجي سید داود
د سیاسي چارو کارپوه حاجي سید داود

د سیاسي چارو کارپوه حاجي سید داود د کاسا زر پروژې په واسطه په سیمه کې د سیاسي تړاو د رامنځ ته کیدو خبره کوي:

"پرته له شکه به د کاسا زر پروژې ګټې به په سیاسي، اقتصادي او امنیتي لحاظ افغانستان، پاکستان، تاجکستان او قزغزستان ته رسیږي. په سیاسي لحاظ هم دغه هېوادونه پر یو ګډ محور سره را ټولیږي."

خو د نوموړي په خبره دا پروژه تر ټولو زیات سیمې خاصتاً افغانستان ته زیاته اقتصادي ګټه رسوي.

دا چې د کاسا زر پروژه کومې اقتصادي ګټې لري، د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون وایي، دا به د سیمې هېوادونه لا زیاتو اقتصادي همکاریو ته وهڅوي:

"کله چې اقتصادي ګټې رامنځ ته شي نو دغه ګټې د نور اقتصادي ګټو لامل ګرځي. دا چې دغه پروژه متقابلې اقتصادي ګټې رامنځ ته کوي نو دا به ټولې سیمې ته د اقتصادي همکارېو زمینه برابره کړي."

ښاغلی سیحون وایي، سره له دې چې د کاسا زر پروژې له لارې افغانستان ۴۵ میلیونه ډالرحق العبور ترلاسه کوي او ۳۰۰ میګا واټه بریښنا هم ور رسیږي، خو ټينګار کوي چې باید له کورنیو طبیعي سرچینو څخه ګټه واخیستل شي.

دی وایي، که حکومت په ځانګړي توګه د انرژۍ په برخه کې د افغانستان د اړتیاوو د پوره کېدو لپاره ستراتیژي ونه لري نو بیا به هم افغانستان یو ترانزیټي او مصرف کوونکی هېواد پاته شي او لازمه سیاسي او اقتصادي خودکفایې به ونه لري.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG