د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

د کاسا زر پروژه به نن پرانیستل شي


د افغانستان اجرایي رییس عبداله عبداله نن له منځنۍ اسیا – جنوبي اسیا ته د افغانستان له لارې د بریښنا د انتقال د پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې برخه اخلي.

دا پروژه چې د کاسا زر په نوم مشهوره ده، له قرغزستانه پیلیږي د تاجکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته بریښنا انتقالوي.

د دې پروژې د پرانېستلو په مراسمو کې د تاجکستان ولسمشرامام علي رحمان، د پاکستان صدراعظم نواز شریف او د قرغزستان ولسمشرالماس بیک اتمباییف هم ګډون کوي.

کاسا زر پروژه د قرغزستان په شمال کې د دتکا له سیمې پیلیږي او د خېیبرپښتونخوا مرکز پیښور ته رسیږي.

د اجرایي رییس مرستیال ویاند جاوید فیصل
د اجرایي رییس مرستیال ویاند جاوید فیصل

د اجرایي رییس مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل:

"د پنجشنبې په ورځ چې کله دوی دا افتتاح کوي له قرغزستانه پیلیږي بیا له تاجکستانه تیریږي او په افغانستان کې ۵۶۲ کیلومتره لاره وهي. دا یوه اوږدمهاله پروژه ده. خلک باید هیله ونه لري چې په دوهمه ورځ یا دوهمه میاشت چې کومه اقتصادي ګټه لري هغه به ترلاسه کوو، خو په اوږده مهال کې د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري."

د بریښنا دا مزی د افغانستان په شپږو ولایتونو کې تیریږي. د کاسا زر پر پروژې به یو اعشاریه ۱۷ میلیارډه ډالر لګښت راشي چې د څلور واړو هېوادو تر منځ دا پیسې ویشل شوې دي.

د افغانستان برخه څه باندې څلور سوه میلیونه ډالر ده چې ډیره برخه یې نړیوال بانک ورکوي.

د دې پروژې د چارو د بشپړېدو په اړه جاوید فیصل وایي:

"دا پروژه په درېیو مرحلو کې عملي کیږي لومړۍ برخه یې د سرویې بشپړیدل دي چې د لین لاره او ډیزاین یې نهایي شي او دا پړاو شپږ میاشتې وخت نیسي. دوهم پړاو د لین جوړښت او د کنورټر سټیشن دی چې درې کاله وخت نیسي. وروستی پړاو عملیاتي مرحله ده چې په هغه کې د لین ساتنه هم راځي دغه مرحله نژدې پنځلس کاله وخت نیسي."

د افغانستان برخه څه باندې څلور سوه میلیونه ډالر ده چې ډیره برخه یې نړیوال بانک ورکوي.
د افغانستان برخه څه باندې څلور سوه میلیونه ډالر ده چې ډیره برخه یې نړیوال بانک ورکوي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره ورځ مخکې تر دې چې لندن ته ولاړ شي د تاجکستان په ملي پوهنتون کې د وینا پرمهال وویل چې د کاسا زر پروژې له عملي کېدو سره به د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو د فرهنګي نژدې اړیکو تر څنګ اقتصادي لید لوری هم نژدې شي.

XS
SM
MD
LG