د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

یو شمېر افغان متشبثین د "ابادۍ" له پروژې راضي دي


یو شمېر هغه افغانان چې د ابادۍ (ABADE) په نوم له وړو او متوسطو تشبثاتو څخه د امریکا د ملاتړ له پروګرامه برخمن شوي وایي چې له دې لارې یې کارونو وده کړې ده.

آبادي یا د تشبثاتو د ودې له لارې د افغانستان په رغونه کې د مرستې پروګرام د امریکا د نړیوالې پراختیایې ادارې (USAID) یو پنځه کلن پروګرام دی.

په کابل کې د امریکا سفیر وایي، د دغه پروګرام مؤثریت ته په کتو غواړي د تشبثاتو د ملاتړ دغه پروګرام ته دوام ورکړي.

سره له دې چې د آبادۍ په نوم له تشبثاتو څخه د امریکا د ملاتړ پروګرام یوازې د پنځو کلونو لپاره دی خو یو شمېر هغه افغان متشبثین چې ورنه برخمن شوي له ګټې یې راضي دي.

محمود چې په کندهار کې د اوسپنې د ویلي کولو فابریکه لري د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د ابادۍ د پروژې له لارې یې د تولیداتو کچه لوړه شوې ده.

محمود چې په کندهار کې د اوسپنې د ویلي کولو فابریکه لري
محمود چې په کندهار کې د اوسپنې د ویلي کولو فابریکه لري

دی وايي:

"ترمخه موږ انګلارن او سیخ ګول نه شو تولیدولای. ابادي زموږ سره د ماشینونو مرسته وکړه او اوس زموږ د تولید ظرفیت له پنځو متریک ټنه څخه سل متریک ټنه ته په ورځ کې و رسېد."

د مسکا په نوم د توپونو د تولید فابریکې مشره عزیزه مومند بیا د نوموړي له فابریکې سره د ابادۍ د پروژې له لارې د تخنیکي مرستو یادونه کوي.

اغلې مومند وايي:

"موږ د ۷۸ زره ډالره په ارزښت ۲۱ ماشینونه د ابادۍ له لارې ترلاسه کړل او ډېر ژر به یې د کارولو لپاره د خپل پرسونل لپاره روزنه هم تر لاسه کړو."

آبادي د یو.اس. اې.آی. ډي یوه پروژه ده چې په افغانستان کې له وړو او متوسطو تشبثاتو ملاتړ کوي.

د دغې پروژې له لارې تر دې دمه له شاوخوا ۳۰۰ کمپنیو او متشبثینو سره د څه باندې ۲۴ میلیونه امریکایې ډالرو مرسته شوې او د ټول افغانستان په کچه یې ۲۴۰۰ کارونه رامنځ ته کړي دي.

د امریکا پراختیایې ادارې په افغانستان کې د سوداګرو او متشبثینو د ملاتړ لپاره له دې وړاندې د فایده په نوم یوه بله پروژه هم پرانېستله چې له مخې یې افغان سوداګرو او متشبثینو ته واړه پورونه ورکوي.

د آبادۍ پروژه د ۱۰۵ میلیونه امریکایې ډالرو په اندازه بودجې سره تر ۲۰۱۷ میلادي کاله دوام کوي.

په کابل کې د امریکا سفیر مایکل مکینلي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ابادۍ د پروژې په اړه د څرګندونو پر مهال ژمنه وکړه چې دغه پروګرام ته به وده ورکړي.

مایکل مکینلي ژمنه وکړه چې دغه پروګرام ته به وده ورکړي.
مایکل مکینلي ژمنه وکړه چې دغه پروګرام ته به وده ورکړي.

مکینلي وايي:

"موږ د دې پروګرام له لاسته راوړنو څخه اغېزمن شولو. موږ د راتلونکو کلونو لپاره ستاسو سره د خپلو ژمنو د دوام په تمه یو تر څو د کوچینیو او متوسطو تشبثاتو څخه د آبادی د ملاتړ پروګرام وغځوو."

د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون وایي، دا ډول پروژې د لنډ مهال لپاره د سوداګرۍ په ودې او کاري فرصتونو په رامنځ ته کیدو کې مرسته کوي.

خو دی ټینګار کوي چې حکومت او نړیوال مرسته کوونکي باید له دې وروسته تر ډېره بهرنۍ مرستې پر بنسټیزو اقتصادي پروژو ولګوي تر څو د اوږد مهال لپاره خلکو ته ګټې رامنځ ته کړي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG