د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

افغان سوداګرو خپل کاري ستونزې له حکومتي چارواکو سره شریکې کړې


د ملي شورا له خوا د کانونو د قانون تصویبول، افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړه او په صنعتي پارکونو کې سوداګرو مېرمنو ته برخه ورکول؛ هغه وړاندیزونه وو چې افغان سوداګرو او متشبثینو په د ناسته کې مطرح کړل.

دا ناسته د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له خوا تنظیم شوې وه.

د افغان سوداګرو او متشبینو شمېر چې شاوخوا دوه سوه ته رسېده، د خپلو کاري برخو ستونزې یې بیان او یولړ پیشنهادونه یې هم وکړل.

افغان سوداګر حاجي اعظم وویل؛ چې ځیني موضوعات باید په پالیسي کې روښانه شي:

"زموږ یو پیشنهاد دا دی چې، د دې پالیسۍ پلې کوونکې مرجع به کومه وي؟

هغه پانګوال چې که داخلي یا خارجي وي او په هېواد کې پانګه واچوي، د دوی د پانګې تضمین به کومه اداره ورکوي؟

که ستاسې په پالیسۍ کې روښانه شي، ښه به وي."


په جوړې ناسته کې د افغانستان د مالیې، فواید عامې او مخابراتو وزیرانو، د افغانستان بانک ريیس، د ایسا د ادارې مشر او یوشمېر نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو ګډون کړی و.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکو وویل؛ هدف دا دی چې افغان سوداګر، متشبثین او پانګوال له حکومتي چارواکو سره وویني او خپلې ستونزې او پیشنهادونه په مستقیمه توګه هغوی ته ورسوي.

د مالیې وزیر ډاکټر عمر زاخېلوال د ګډون والو پیشنهادونه مهم وګڼل او ژمنه یې وکړه چې، د ستونزو اواري ته به اقدامات وکړي:

"ستاسې وړاندیزونه چې سبا شپه باید خپاره شي؛ هغه بحثونه چې د حکومت داستازیو او پانګوالو او سوداګرو ترمینځ وشول، تایید شول.

په دې هکله به اقدامات له مربوطو ارګانونو او ملی شورا سره یوځای تعقیب کړو. څو د نننۍ ناستې بحثونه عملي شي."


زاخېلوال وویل، هېواد ته به د پانګو د جلبولو پالیسي په معیاري توګه تنظیم او پلی کېدو ته به یې اسانیتاوې برابرې کړي.

سره له دې چې حکومت بیا بیا د سوداګرو او پانګوالو پر ستونزو خبرې کړي او دوی ته یې د اسانتیاوو د برابرولو ژمنې کړي؛ خو کارپوهان وایي، چې حکومت په تیرو شاوخوا دولس کلونو کې پانګوالو ته لازمې زېربنایي اسانتیاوې نه دي برابرې کړي.

د اوبو او برېښنا، ځمکو او په ځینو سیمو د امنیت نشتوالی هغه ستونزې چې افغان سوداګرو ډېر ځلې مطرح کړي دي.

افغان حکومت وایي د دې ستونزو حل ته یې پلانونه ترتیب کړی او له پلی کېدو سره به یې شته ستونزې کمې شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG