د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

ستانکزی: په حکومت کې به د جاسوسانو د فعالیت مخه ونیسم


د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست وايي، په حکومت کې به د جاسوسانو د فعالیت مخه ونیسي.

ښاغلي ستانکزی وايي، دا جاسوسان په هېواد کې دننه دي، خو خدمت د پردیو لپاره کوي.

هغه وویل، په هېواد کې به هغو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې د هېواد په زیان او د پردیو په ګټه کارکوي.

ښاغلي ستانکزي دا خبرې د سې شنبې په ورځ د ملي امنیت عمومي ریاست ته د ده او د دفاع د وزارت ته د سرپرست عبدالله خان حبیبي د معرفي کولو په مراسمو کې و کړې.

ده وویل، په هېواد کې روانه جګړه کورنۍ جګړه نه ده، بلکې د پردیو د ګټو د خوندیتوب لپاره پر مخ وړل کېږي.

هغه زیاته کړه:

"ملي امنیت یوجاسوس هم نه پرېږدي چې په هېواد کې دننه د پردیو د ګټو لپاره ویره واچوي، ورانکاري وکړي، ذهنونه ګډوډ کړي او په خلکو کې بې اتفاقي واچوي، ملي امنیت به ددې مخ ونیسي."

پخوا تردې هم په هېواد او حتی په نظام کې دننه د جاسوسانو په شتون یولړ اندېښنې راپورته شوې وې.

پخواني جهادي مشر او د حراست او ثبات د شورا غړي عبدالرب رسول سیاف او په ښې حکومتولۍ کې د جمهور رئیس فوق العاده استازي احمد ضیا مسعود هم ویلي چې په نظام کې دننه ځینې جاسوسان د پنځم ستون په بڼه ځای پرځای شوی اوحکومت دې دغه جاسوسان ونیسي او مجازات دې یې کړي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرایي رئيس عبدالله عبدالله چې د یادو سرپرستانو د معرفي کولو په مراسمو کې حاضر وو، وویل چې د افغانستان د ښمنان د ملي یووالي د حکومت د سقوط په تمه وو خو دا هیلې یې نا هیلې شوې.

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان د خلکو د دښمنانوهیله د دولت سقوط و، دې ته یې پروګرام جوړ کړی و او ملاتړو یې هم داخوب لیده، خو د خدای په فضل له هېواد څخه دفاع وشوه."

همدارنګه د د فاع د وزارت سرپرست عبدالله خان حبیبي وویل، هرڅوک چې د افغان ځواکونو په جامه کې د وسله والو پوځ پرخلاف وي، هغه د افغانانو دښمن دی:

"دوامداره او باعزته سوله ما ته یو اصل دی، خو هغه کسان چې زموږ بې دفاع خلک شهیدانوي، هېواد ویجاړوي او په مجموع کې هغه ټول کسان چې په هر نوم او هره جامه کې له موږ سره جنګ کوي، زموږ د ښمنان دي."

پخوا تردې اجرایي رئیس د کابینې په یوې غونډه کې ویلي وو چې په حکومت کې دننه ځینې کسان شته چې په مستقیم او غیر مستقم ډول د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.

کارپوهان وايي، په نظام کې دننه د د پردیو جاسوسانو موجودیت خطرناکه او د اندېښنې وړ مسئله ده.

دوی وايي که حکومت د دې جاسوسانو ورکولو ته تدابیر، ونه نیسي دا جاسوسان به نظام له ستونزو سره مخ کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG