د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

"که جاسوسي کړۍ شنډې نه شي؛ افغانستان به له پښو وغورځوي"


کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو تر ډېره د دلوې د شپږویشتمې او په دې اړه د پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي؛ پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل منفي اثرات لا تراوسه هم له منځه نه دي تللي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي؛ افغان ولس باید له تیرو ناخوالو عبرت واخلي او خپل حکومت پياوړی او ګټلې بریاوې وساتي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې افغانانو سختې شپې ورځې ولیدې د تل پاتې سولې لپاره باید لاسونه سره ورکړي؛ څو هېواد یې د پرمختګ پر لور ګامونه واخلي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د یوشمېر پخوانیو جهادي مشرانو څرګندونې راخیستې چې ویلي یې دي؛ که د نظام د ننه جاسوسي کړۍ شنډې نه شي؛ افغانستان به له پښو وغورځوي.

وړاندې په مطلب کې راغلي؛ له حکومت څخه د مجاهدینو لرې ساتل افغانستان یو ځل بیا د بې ثباتۍ لوري ته بیايي.

د ویسا په سرمقاله کې یادونه شوې؛ دا اوس چې په افغانستان کې د پردۍ جګړه اوج ته رسېدلې؛ که موچارواکي حالت سم درک نه کړي؛ امکان لري کور او کلی مو بیا د پردیو جګړو ډګرشي.

د سرمقالې لیکوال افغان چارواکو ته سپارښتنه کوي؛ اوسنی وضعیت چې د اسلامی دولت ډله هم د یوې پروژې په توګه په افغانستان کې رابرسېره کېدونکې ده؛ چارواکي باید دا وضعیت سم درک کړي او که نه سیاسي زعامت به موله دې ملامتۍ څخه هېڅکله هم ونه بښل شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د استاد سیاف له قوله لیکلي؛ حکومت بیا هم مجاهدینو ملاتړ ته اړ کیږي.

همدې ورځپاڼې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني له خولې لیکلي؛ که مجاهدین هیر شول دښمن قوي کیږي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې هم د استاد سیاف څرګندونې راخیستې چې حکومت ته یې په خطاب کې ویلي؛ د ملت له سترګو د ملي قضیو پټول له ملت سره جفا ده.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي؛ ولس خپل مجاهدین او خدمتګاران پېژني؛ دوی پوهیږي چې جهاد چا وکړ.

د لیکوال په باور، ولس هغه تش په نوم مجاهدین هم پېژني چې د کابل اسمان څکي ودانۍ یې ملکیت دی او یا یې د هم د دوبۍ او وسویس په بانکونو کې پرېمانه پیسې دي.

د سرنوشت د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې؛ نو له همدې امله ولس ته دا ډول څرګندونې او خبرې بې خونده؛ تکراري او ناوړه ښکاري.

ترتیب کوونکی: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG