د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۹

روغتیا وزارت: د غزني په ترافیکي پېښه کې ۷۳ کسان وژل شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په نننۍ ترافیکي پېښه کې ۷۳ کسان وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د خپرونو د برخې مسوول محمد اسماعیل کاوسي ازادي راډیو ته وویل چې دغه ارقام د غرني ولایت عامې روغتیا ریاست له خوا دوی ته ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه د غزني ولایت امنیتي چارواکو ازادي راډیو سره په خبرو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ او د تپیانو شمېر ۷۳ ښودلی و.

د غزني امنیه قومندان جنرال امین الله امرخیل ازادي راډیو ته ویلي چې دغه پېښه د دوه ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکو بسونو او یو ټانکر د جنګېدلو له امله رامنځته شوې ده.

ښاغلی امرخیل وايي کیدای شی د وژنکو شمېره زیاته شي ځکه د اور لګېدنې له امله یو شمېر جسدونه به بشپړ ډول له منځه تللي دي.

د معلوماتو له مخې په دغو دوو مسافر وړنکو موټرو کې ۱۲۰ کسان سپاره ول.

پخواني:

نن سهار د غزني په مقر ولسوالۍ کې د مسافرو موټر جنګېدلي دي چې له امله يې لسګونه تنه زخمي شوي او ګڼ شمېر نور مړه دي.

دغه پېښه د موټرچلوونکيو د بې‌احتياطي له امله شوې ده.

چارواکي وايي، په مسافرو دوه ډک درې سوه درې موټرونه له کابل څخه کندهار ته روان وو چې د مقر په لړمه سيمه کې د تېلو له يوه ټانکر سره جنګېدلي او بيا درېيو واړو موټرو اور اخيستی دی.

په دغه پېښه کې تر اوسه پورې ۱۴ تنه مسافر مړه شوي او شپېته نور زخميان دي.

د مقر ولسوال په پېښه نه دی خبر، خو د غزني د ټرافيکو مدير محمد الله خان احمدي وايي، ټکر د موټر چلوونکيو د بې‌غوري له امله شوی دی.

په دغه پېښه کې تر اوسه پورې ۱۴ تنه مسافر مړه شوي او شپېته نور زخميان دي.
په دغه پېښه کې تر اوسه پورې ۱۴ تنه مسافر مړه شوي او شپېته نور زخميان دي.

دی وايي، موټرو اور اخيستی دی او ډېری مسافر سوځېدلي دي:

"نن سهار په اووه بجې، دوه سه‌صد و سه موټر کندهار ته پر لاره وو چې په لړمه سيمه کې يو د تېلو له ټانکر سره جنګېدلی او له شا ورپسې روان موټر هم پسې په کې لګېدلی دی. درېيو واړو موټرو اور اخيستی دی. په پېښه کې شپېته تنه زخمي شوي او څوارلس نور مړه دي. په مړو او زخميانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي."

په پېښه کې د زخمي شويو کسانو له ډلې درويشت يې د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی او پاتې نور يې کندهار ته وړل شوي دي.

د کابل کندهار لويه لاره د هېواد له خونړيو لارو څخه ده چې وخت ناوخته ورباندې ورته ټکرونه کېږي.

راپور: سيدشاه سقيم

XS
SM
MD
LG