د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

ولې د افغانستان او پاکستان اقتصادي اړیکې اغیزمنېږي؟


د پاکستاني محصولاتو څلورم نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو، دغه نندارتون چې د درېیو ورځو لپاره به د مینه والو پر مخ پرانیستې وي د افغانستان د سوداګرۍ د صنایو د خوني او د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې په ملاتړ پرانیستل شوی دی.

په دغه درې ورځني نندارتون کې ۴۰ پاکستاني شرکتونو په ۶۰ غرفو کې خپل سوداګریز محصولات نندارې ته ايښي دي.

افغان او پاکستاني چارواکي د داشان ننداتونونو پرانیستل د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ډېر مهم ګڼي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خوني چارواکي په دې نظر دي چې د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي اړیکې باید اقتصادي روابط اغیزمن نه کړي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګریزې خونې ریس او د افغانستان د سوداګریزې خونې مرستیال خان جان الکوزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستاني محصولاتو د څلورم ننداتون د پرانیستې پر مهال وویل چې په داخلي تجارت کې د اسانتیاوو رامنځته کول د دواړو هېوادونو د اړیکو له ښه کولو سره هم مرسته کوي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

"ترڅو چې په داخلي تجارت کې تسهیل رانه شي، سهولت رانه شي د دواړو ملکونو تر منځ دا روابط نه ښه کېږي، هر څومره چې سیاسي روابط خراب وي او اقتصادي روابط ښه شي، د خلکو د ژوند د خلکو د اقتصاد په لحاظ باندې تغیر راشي هغه طبعاً د افغانستان او د پاکستان د خلکو په ګټه ده او پرې تاثیر کوي."

په کابل کې د پاکستاني محصولات څلورم ننداتون به د ثور د میاشتې له ۱۶ مې نېټې څخه تر اتلسمې نېټې پورې د مینوالو پر مخ پرانیستی وي.

په دغه درې ورځني ننداتون کې ۴۰ پاکستاني شرکتونو په ۶۰ غرفو کې خپل سوداګریز محصولات نندارې ته ايښي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواری چې په دغه غونډه کې ګډون کړی ویې ویل چې د افغانستان او پاکستان سوداګریز اړیکې د پخوا په پرتله کم رنګه شوی چې د زیاتېدلو لپاره یې باید په لارو چارو فکر وشي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواری
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواری

ښاغلي شینواري زیاته کړه:

"په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کې د افغانستان او پاکستان دواړه طرفه تجارت ۲،۵ میلیارډه و خو اوس دوه میلیارډه دی، په دې کمې راغلی ده، زموږ صادرات هم پاکستان ته کم شوي او د پاکستان واردات هم افغانستان ته کم شوي دي، په دې باندې باید موږ کښینو یوه لاره پیدا کړو چې زموږ صادارات هم زیات شي او د پاکستان صادارات هم راشي."

په کابل کې د پاکستاني محصولاتو په دغه ننداتون کې په افغانستان کې د پاکستان سفیر ابرار حسین هم خبرې وکړې او په دواړو هېوادونو کې یې د سوداګریزو نندارتونونو جوړېدل د اقتصادي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې ډېر مهم وګڼل.

ښاغلي حسېن زیاته کړه:

"موږ ډاډه یو چې دا ډول سوداګریز ننداتونونه د داوړه هېوادونو تر منځ د اقتصادي روابط د پیاوړتیا یو نوی باب پرانیزي."

ننداتون ته راغلي کسان هم په دواړو هېوادونو کې د ورته اقداماتو هرکلی کوي او پرانیسته یې که څه هم لنډ مهالې وي خو ګټوره بولي:

"زما نوم سید ریاض دی، زما په نظر دا ډېر ښه دی ځکه موږ د اصل او بدل مال توپیر کولای شو او دا نندارتون په دې برخه کې موږ سره ډېره مرسته کوي.

-زه حکمت الله یم، زه راغلی یم چې خپل بزنس له پاکستان سره لږ سم کړو، موږ دلته راغلی یو چې د دوی کمپنیانې وګورو چې دوی موږ سره څه بزنس او څه ډول کار کولای شي."

د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ تر دې پخوا د سوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې ګڼې ستونزې موجودې وې چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي چارواکو په وینا تر ډېره دغه ستونزې اوارې شوې او د بشپړ اوارې لپاره یې هم هڅې روانې دي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG