د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

"هڅه کوو په یوه یا دوه ګاونډیو هېوادونو سوداګریزه اتکا کمه کړو"


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د راتلونکي کال د حمل په میاشت کې به د دغه هېواد د ټرانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي پروګرامونو په برخه کې اساسي بدلونونه رامنځته شي.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، افغانستان هڅه کوي چې په یوه یا دوه ګاونډیو هېوادونو موجوده ټرانزیټي او سوداګریزه اتکا کمه کړي.

نوموړي دغه شان ټینګار وکړ چې اوبه او برېښنا د افغانستان نورې اقتصادي برخې دي چې حکومت پرې تمرکز لري.

د ایران او منځنۍ اسیا له لارې له اروپا او خلیج سره نښلېدل او د اقینې بندر ته د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ او د تیلو د پایپ لاین رارسیدل هغه مهم پروګرامونه دي چې ولسمشر یې ډېر ژر د عملي کېدلو خبره کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د را روان کال د حمل په میاشت کې به د افغانستان په وارداتو او صادراتو کې د پام وړ بدلون راشي او د کارموندنې مهم پروګرامونه به عملي شي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې افغانستان هڅه کوي په یو یا دوه ګاونډیو هېوادونو له ټرانزیټي او سوداګریز اتکايي حالته راووځي:

"د افغانستان د ترانزیت د تنوع لپاره جدي اقدامات شوي، انشاءاله د حمل په میاشت کې به د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ اقینې ته رسیږي. همدارنګه په همدې میاشت کې د تیلو نلونه هم د اقیني بندر پورې وصل شي."

ولسمشر غني وايي چې افغانستان د اذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارې له اروپا او د چابهار بندر له لارې به له خلیج سره ونښلول شي.

ولسمشر غني وايي چې په افغانستان کې باید پایښتي اقتصاد رامنځته او دغه هېواد له مصرفي حالته په تولیدی حالت بدل او خود کفا شي.

اوس مهال افغانستان ته ډېری صادرات له ایران او پاکستانه دي او افغان سوداګر وایي، دغه دوه هېوادونه په ځینو مواردو کې له ترانزیتي او سوداګریزو مسایلو څخه پر افغانستان د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

خو یو شمېر تازه خپاره شوي راپورونه وايي چې په دې وروستیو کې افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو هم خپل واردات زیات کړي او له پاکستانه د افغان سوداګرو واردات کم کړي دي.

افغان ولسمشر وايي چې د ټاپي یا د افغانستان له لارې له ترکمنستانه پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد د پروژې د کار له پیله سره هڅه کېږي چې په افغانستان کې دېره برېښنا تولید او د دغه هېواد له اوبو هم ښه استفاده وشي.

ولسمشرغني زیاته کړه:

"کومه موضوع چې اوس پرې زموږ اساسي تمرکز کیږي، یوه د اوبو او بله د برېښنا ده.د انرژۍ په اړه زموږ سیاست دا دی چې د انرژۍ په تجارتي مرکز بدل شو .په دې برخه کې ټاپي او کاسا شاملي دي او له بلې خوا زموږ هېواد باید په خپله د انرژۍ د تولید او صادرولو توان پیدا کړي."

ولسمشر غني تل ویلي چې افغانستان به د منځنۍ او جنوبي اسیا تر منځ په یو ترانزیتي پل بدل او له جغرافیوي موقیعته به یې سمه استفاده وشي.

افغان چارواکو له دې وړاندې د اقتصادي پروژو د امنیت ډاډ هم ورکړی او ویلي یې دي، هرکله چې د ګاونډیو هیوادونو اقتصادي ګټي په افغانستان کې خوندي شي، امنیت خپله ورسره ښه کیږي.

XS
SM
MD
LG