د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

جمهوري ریاست: پاکستان له ترورېزم سره او که پر ضد یې دی؟


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، پاکستان باید خپل دریځ ټولې نړۍ ته واضح کړي چې له ترورېزم سره دی که د ترورېزم پر ضد دی.

د جمهور رییس مرستیال ویاند دواخانه مینه پال نن ازادي راډیو ته وویل چې ټول په دې پوهیږي چې له ترورېستانو څوک ملاتړ کوي او افغان حکومت هم په دې اړه خپل شکایت د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ثبتوي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"اوس پاکستان نور د دنیا څخه ځان نه شي پتولای. غواړي له دغو فشارونو څخه په کاذبو دلایلو باندې ځان خلاص کړي. پاکستان باید نور نړۍ ته وښيي چې دی له ترورېزم سره دی که د ترورېزم پر وړاندې دی."

ښاغلي مینه پال وویل، پاکستان غواړي په یوه او بله پلمه ځان ته برائت ورکړي خو نور ټول د هغوی په هدفونو پوه شوي دي.

جمهوري ریاست وروسته له هغه یادې څرګندونې کوي چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره اړتیا نشته چې پر وسله والو طالبانو پوځي فشار راوستل شي.

XS
SM
MD
LG