د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

مینه پال: په م.م کې به افغان استازی د پاکستان پر ضد شکایت وکړي


د افغانستان جمهوري ریاست وایي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي ته یې دنده سپارلې ترڅو د پاکستان پر ضد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل شکایت مطرح کړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان حکومت ناغیړېو ته په کتو افغان حکومت اړ دی چې د دغه هېواد په اړه خپلې ستونزې نړیوالو مراجعو له لارې تعقیب کړي.

خو د سیاسي چارو څېړونکی او په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي په دې باوردی چې د افغان حکومت دا اقدام په دې شرط ګټور دی چې د ملګرو ملتونو د امینت شورا د غړیو ملاتړ خپل کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، افغان حکومت پر یوې قوي او نړیوالې ډيپلوماسۍ کار کوي څو پاکستان د سیمې او نړۍ د فشارونو په اساس دې ته اړ کړي چې د ترورېزم پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

د جمهوري مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغو فشارونو په لړ کې افغان حکومت په ملګرو ملتونو کې خپل ځانګړي استازي ته دنده سپارلې څو د پاکستان پر ضد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل شکایت وړاندې کړي.

د جمهوري مرستیال ویاند دوا خان مینه پال
د جمهوري مرستیال ویاند دوا خان مینه پال

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"دا معلومه شوه چې پاکستان د ترورېزم سره د مبارزې لپاره جدي نه دی مرسته خو نه کوي بلکې په دې برخه کې نورې ناغیړۍ هم کوي نو د افغانستان حکومت مجبوره دی چې دا ستونزه له نړیوالو چینلونو له لارې تعقیب کړي او په ملګرو ملتونو کې زموږ د دایمې استازي دنده هم ده چې د پاکستان د وروستیو بریدونو له ترورېزم د ملاتړ مسایل چې دي هلته د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې مطرح کړي."

افغان حکومت دا پریکړه وروسته له هغې کوي چې په کابل کې وروستۍ خونړۍ حملې ۶۴ کسان یې ووژل شول او ۳۴۷ تنه نور ټپیان کړل او افغان امنیتي چارواکو وویل چې دا حمله په پاکستان کې پلان شوې وه.

تردې وړاندې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني هم ملي شورا ته په وینا کې ویلي چې د یاغیانو مشران په کوټه او پیښور کې دي او افغان حکومت نوره دا هیله نه لري چې پاکستان به وسله وال مخالفان د خبرو میز ته حاضر کړي.

په همدې حال کې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز ازادي راډيو ته د افغان ولسمشرد څرګندونو په غبرګون کې ویلي و چې له طالبانو سره به په راتلونکو څو اونيو کې مذاکرات وشي او په دې اړه پاکستان خپلې هڅې کوي.

خو دا چې د پاکستان د کړنو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د شکایت سپارل به څومره ګټور وي.

د سیاسي چارو څېړونکی او په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي په دې باور دی چې د افغان حکومت دا اقدام په دې شرط ګټور دی چې د ملګرو ملتونو د امینت شورا د غړېو ملاتړ خپل کړي.

د سیاسي چارو څېړونکی او په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي
د سیاسي چارو څېړونکی او په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي

ښاغلي سعیدي زیاته کړه:

"یوازې د یوه شکایت نتایج مثبت نه دی یعنې باید د امنیت شورا د نهو غړو ملاتړ حاصل شي او دوی د افغانستان په پلوي خبرې وکړي وروسته یې نتایج مطلوب دی، امنیت شورا کولای شي چې پر پاکستان تعزیرات وضع کړي، امنیت شورا کولای شي چې پاکستان د یوه مداخله کوونکي هېواد په توګه وپیژني او نور ډېر صلاحیت لري خو هغه معلومات چې زه لرم د افغانستان فعالیت په ملګرو ملتونو کې کمزوري دي پاکستان په امنیت شورا کې زموږ په پرتله قوي دی، زموږ غوښتنې به هلته وسپارل شي خو دا به ونه څېړل شي زه ورنه اندېښمن یم."

ښاغلی سعیدي وایي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان په اړه د افغانستان شکایت به بې ګټې نه وي او نړۍ ته به روښانه شي چې پاکستان د ترورېزم سره د مبارزې لپاره صادق نه دی.

خو نوموړي همدارنګه ټينګار وکړچې افغان حکومت باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ترڅنګ یو شمېر نورو نړيوالو مراجعو هم خپل شکایت ورسوي.

راپور : ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG