پیژندل شوي امریکايي سندرغاړي پرنس، هيڅ کله نه و ویلي چې په افغانستان کې له یتیمو ماشومانو سره مالي مرسته کوي.
پرنس په پټه خوله، له افغانو ماشومانو سره مرسته کوله او دا راز د هغه تر مړینې وروسته افشا شو.
په افغانستان کې د خیریه ټولنې [پارسا] مشرې مارني ګوستاوسن ازادي راډیو ته وویل چې امریکايي سندرغاړي پرنس به هرکال لږ تر لږه۱۵زره ډالر ور استول چې۶ زره یې له بې سرپرستو ماشومانوسره مرستې ته ځانګړې وې.
د میرمن مارني په وینا، پرنس هیله درلوده چې له بې وزلوخلکو سره بشري مرستې یې افشانه شي اودا هیله یې د مرګ تر وخته په پام کې نیول شوې وه.
مارني ګوستاوسن زیاته کړه:
"پرنس دا مالي مرستې شپږکاله وړاندې پیل کړې.هغه مهال بټي ټیسدل چې خپله یې خیریه موسسه درلوده،افغانستان ته راغلې وه او د پارسا فعالیت یې ولید او په اخر کې یې راته وویل چې ایا داسې پروژه شته چې پر هغه کار وشي ؟ ما ورته وویل چې هو په افغانستان کې د یتیمو ماشومانو لپاره کومک ته اړتیا ده او هغې وویل چې فکر به ورباندې وکړي، دوې اوونۍ وروسته یې تماس راسره ونیو او ویې ویل چې د ۱۵ زره ډالرو چک یې راته ساتلی دی خوټینګه شوه چې دا به چا ته نه وایم چې پيسې د چا له لوري را رسیدلی دی. البته، زه یې خبره کړم چې دا پیسې د پرنس له خوا د افغانستان ماشومانو ته مرسته شوې وې."
د پرنس جسد دوې اوونۍ مخکې، د اپریل په۲۱ د امریکا په مینیاپولیس ایالت کې وموندل شو.
دی د مړینې پرمهال۵۷ کلن و.
د پارسا په نوم د خیریه موسسې مشره وايي چې له یتیمو کوچنیانو سره د پرنس علاقه د دې سبب شوه چې د افغانستان یتیمانوته توجه وکړي.
مارني ګوستاوسن پرون چهارشنبې ازادي راډیوته وویل چې په تیرو شپږو کلونو کې په ټول افغانستان کې لږ تر لږه ۲۰۰۰ بې سرپرسته ماشومانوته د سندرغاړي پرنس له پيسو ګټه رسیدلې ده .
مارني ګوستاوسن وايي:
"پرنس په ټوله نړۍ کې له هغو ماشومانو سره چې پلار و مور نه لري، د مرستې هیله درلوده. هغه به هرکال زموږ موسسې ته ۱۵ زره ډالر مرسته کوله چې شپږ زره یې هغو کوچنیانوته ځانګړې وې چې سرپرست نه لري."
میرمن مارني وايي چې له افغانو کوچنیانو سره د مرستې لپاره د دوي د موسسې [پارسا] فعالیتونه د پرنس پر پیسو ولاړ وو نو د هغه تر مړینې وروسته نه ده څرګنده چې له څه ډول برخلیک سره به مخامخ شي.
د پرنس ناڅاپي مړینې نه یوازې په افغانستان بلکه په ټوله نړۍ کې د هغه علاقمندان متاثر کړل.
پرنس د موسیقي پرمختلفو ژانرونو لکه پاپ، فنک، ار این بي او راک کار کړی دی.
پرنس یومستعد هنرمند و چې ۷ وارې یې د امریکا معتبره جایزه [ګرامي] ګټلې وه.
میرمن مارني وايي، د دې دلیل چې ولې یې اوس د افغانستان له یتیمانو سره د پرنس د مرستو په اړه معلومات څرګند کړل، دا دی چې افغانو یتیمانو ته د هغه د کومک قدرداني وشي.